BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 15:16 گرينويچ 2006 ,05 مارچ
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په وزيرستان کې بيا سختې نښتې شوي
وزيرستان کې د پارکستان پوځي عمليات
د پاکستاني پوځيانو له قوله ويل شوي چې د وزيرستان په وروستيو نښتو کې تقريبا ٥٠ کسان وژل شوي چې ٥ ېې پوځيان دي
د پاکستان په لرې پرتو قبايلي سيمو کې د پاکستان د پوځ او طالب پلوه وسله والو ترمنځ خورې ورې نښتي وشوې.

په جگړې کې د پوځي هلي کوپترو اوتوپچي ځواک څخه کار اخيستل شوى
.

دا نښتې په شمالي وزيرستان کې روانې وې . د تلفاتو بشپړ جزييات تراوسه نه دي معلوم خو دپاکستاني چارواکو له خولې ويل شوي دي چې لږ ترلږه پنځوس کسان وژل شوي دي چې پنځه يې پوځيان دي.

جگړه هغه مهال پيل شوه چې د ميرانشاه او ميرعلي په سيمو کې ودانۍ د وسله والو د بريد لاندې راغلې. د پاکستان د پوځ وياند جنرال شوکت سلطان وايي چې ددې ترشا د بهرنيو اورپکو لاس دى

هغه وويل حکومتي ځواکونو اوس د ټولو هغو ودانيو کنترول بيرته ترلاسه کړى چې د مير علي په ښارگوټي کې اورپکو نيولي وو

د بي بي سي يو خبريال وايي درې کاله وړاندې سيمې ته د پوځيانو د ليږلو وروسته دا تر ټولو لويې نښتې دي.

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت