BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 10:25 گرينويچ 2006 ,25 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
په عراق کې نوره مرگ ژوبله شوې

عراق
په پلازمېنه بغداد کې گرځبنديز لگيدلى دى او په پرتليزه توگه پکې حالات کرار دي .
په عراق کې نور تاوتريخوالى شوى دى . د کربلا په يوۀ بازار کې چاودنه شوې ده چې لږ تر لږه ٨ کسان پکې وژل شوي دي او تر ٣٠ ډير نور پکې ټپيان دي .

د بعقوبې په ښارگوټي کې وسله والو کسانو د يوې کورنۍ ١٢ غړي وژلي دي .

کربلا د شيعيه گانو لپاره يو سپېڅلى ښار دى او په ځانگړې توگه به دا بريد پاروونکى وبلل شي .

بم له گڼې گوڼې ډکې کوڅې کې په يوۀ ولاړ موټر کې اېښودل شوى و او ظاهرآ د ريموټ کنټرول په مټ وچوول شو .

دا د عراق په لرو بر کې د تاوتريخوالي د اعمالو يو بل عمل دى .

په بغداد کې چې بيا هم د ورځې له خوا گرځبنديز دى په پرتليزه توگه کراري ده .

خو د پلازمېنې په څنډو کې د شيعيه اورپکو او سني اوسيدونکو ترمنځ د جگړې رپوټ ورکړل شوى دى .

ټوپکوالو د عراق د يوې مشهورې تلويزيوني خبريالې پر جنازې هم ډزې کړي دي دا د سمارا زيارت ته نژدې د چارشنبې په ورځ وژل شوې وه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت