 | | | په چاودنې کې زيانمن شوى زيارت |
د عراق په گوټ گوټ کې په زرگونو کسانو د سمره په ښار کې د امام حسن عسکري زيارت دويجاړولو پر ضد احتجاج وکړ. دا د شييعه مسلمانانو يو تر ټولو سپيڅلى ځاى دى چې د نړۍ له بيلا بيلو برخوڅخه خلک دې زيارت ته ورځي. دا د لسمو او يولسمو امامانو مقبره ده چې د حضرت محمد ص له اولادې څخه دي. نن يوه وسله واله ډله په زوره زيارت ته ورننوتله او هلته يي بمونه وچول چې پکې د زيارت طلايي گنبده ونړېدله. وروسته په عراق کې په ظاهره د غچ اخيستلو په موخه د سنيانو پر څو مسجدونو بريدونه وشول او د بصرې په ښار کې د سني او شييعه مسلمانانو تر منځ نښتو کې لږ تر لږه يو کس ووژل شو. په عراق کې د شييعه مسلمانانو مشر ايات الله علي ال سيستاني د کرارۍ غوښتنه وکړه او مخکښه سني تنظيمونو پر عسکري زيارت باندي بمي بريد وغندلى وويل چې پړ ه کسانو ته بايد سزا ورکول شي. |