|
جيک سترا:عراق کې بايد يوه نژادي يا مذهبي ډله مسلطه نه وي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د برتانيې د بهرنيو چارو وزير ، جيک سترا ، په بغداد کې د عراقي ولسمشر جلال طالباني سره له کتنې وروسته وويل چې عراقيان د ملي يووالي يو ايتلاف غواړي هغه وويل بايد د عراق په نوي حکومت کې يوه نژادي يا مذهبي ډله د خلکو پر ژوند باندې مسلطه نه وي په وروستيو اونيو کې دا دويم ځل دى چې ښاغلى سترا عراق ته سفر کوي او په بغداد کې د بي بي سي يو خبريال وايي لدې نه ښکاري چې برتانويان او امريکايان په عراق کې د نوي حکومت د جوړيدو د سستې پروسې له امله انديښمن دي ولسمشر جلال طالباني د عراق په جنوب کې د برتانوي عسکرو د کار ستاينه وکړه ، که څه هم داسې ادعاگانې شته چې هغوى د ملکي عراقيانو سره ناوړه رويه کړې ښاغلي سترا وويل د برتانيا پوځ ددغو ادعاگانو په هکله بشپړې پلټنې کوي هغو وويل حتي په يو دموکراتيک هيواد کې هم د امنيتي ځواکونو د ځينې ناوړو رويو له منځه وړل ممکن ندي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||