|
د لندن ارسنل د مادريد ريال ته ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
تېره شپه ( د کب ٢ د فبروري ٢١ ) د اروپا د اتلو کلبونو ترمنځ په اروپايي اتلوليو کې د انگلستان د ارسنل لوبډلې د اسپانيا ريال مادريد ته يو صفر ماتې ورکړه . دغه لوبه د منځلوبو يا کواټر فاينل د غوراوي لپاره دي . دوه اوونۍ وروسته به همدا دوه کلبونه د ارسنل په لوبغالي چې په لندن کې دى يو وار بيا لوبه کوي . ريال مادريد د نړۍ تر ټولو شتمنه لوبډله ده چې ځينې وتلي لوبغاړي پکې لوبه کوي . د برازيل رونالډو او کارلوس ، د فرانسې زيني دين زيدان ، د انگلستان ديويد بيکهم او د اسپانيا د راوول په څير لوبغاړي په همدې لوبډله کې لوبه کوي . خو د ارسنل له خوا تيري هانري د لوبې په ٤٧ دقيقه کې گول وکړ او لوبه يې وگټله . د تيرې شپې په نورو لوبو کې د پرتگال بنفيکا د انگلستان لېورپول ته يو صفر ماتې ورکړه . لېورپول تير کال د اروپا اتلولۍ گټلې وې . د جرمني د براين ميونيخ او د ايټاليا د اې سي ميلان ترمنځ لوبه په يوۀ يوۀ گول مساوي ختمه شوه . د فرانسې لېوون د هالند پي ايس وي ته يو صفر ماتې ورکړه . نن شپه به د انگلستان اتل کلب چلسي د اسپانيا له اتل کلب بارسلونا سره لوبه کوي . له فوټبال سره تړلى يو بل خبر دا دى چې د اروپايي ټولنې د عدليې وزيرانو د پوليسو له نړيوالې ټولنې يوروپول څخه غوښتي دي وگوري چې په جرمني کې د روان کال د فوټبال نړيوالو اتلوليو په ترڅ کې په زور د بدلمنۍ مخنيوي ته ډير څه کيداى شي که نه . په برسلز کې د بي بي سي يو خبريال وايي په داسې حال کې چې له ټولې نړۍ څخه د فوټبال مينه وال جرمني ته راتلونکي دي داسې اټکلونه کيږي چې له ختيځې اروپا به ښځې يا غلطي شي او يا به يې اړ باسي چې جرمني ته ورشي او بد لمني وکړي . د عدليې وزيران د جبري بد لمنيو په وړاندې د پوهاوي د ډيريدو لپاره پر منډو ترړو هم سلا شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه رونالدينيو د نړۍ تر ټولو تکړه فوتبال لوبغاړى وبلل شو20 دسمبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو انځوريز رپورټ03 نومبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو لوبډلو د اتلوليولوبې وشوې19 اکتوبر, 2005 | خبرونه د اروپا د اتلو فوټبال لوبډلو د اتلوليو انځوريز رپورټ19 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||