BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 00:26 گرينويچ 2006 ,19 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د برلين فلم فيستيوال بوسنيايي ډرامه غوره کړه
جسميلا زبانيچ
د گولډن بير يا طلايي يږ د جايزې ترلاسه کولو پر وخت د ډرامې لارښودې جسميلا زبانيچ محکمې ته د جنگي مجرمينو د راکښلو پر اړتيا خبرې وکړې .
په لږو پيسو جوړې شوې هغې ډرامې د برلين د فلمونو په فيستيوال کې مهمه جايزه وگټله چې په بالقانو کې د بوسنيا له زرگونو بې پته شوو ښځو څخه د يوې کيسه کوي .

ډرامه کربيوچيا نوميږي چې د سراييو په څنډو کې د يوې مېنې نوم دى او په عين حال کې د بې پته شوې ښځې مانا هم ورکوي .

د گولډن بير يا طلايي يږ د جايزې ترلاسه کولو پر وخت د ډرامې لارښودې جسميلا زبانيچ محکمې ته د جنگي مجرمينو د راکښلو پر اړتيا خبرې وکړې .

د برتانيا مايکل وينټرباټم او مت ويتيکرز د ښه لارښود يا ډايريکټر انعام ترلاسه کړ .

دوى گوانتانامو ته لار په نامۀ فلم باندې دغه وياړ خپل کړ ، دغه فلم د برتانوى مسلمانانو په باب ده چې په افغانستان کې نيول شوي او د متحدو ايالاتو توقيف ځاى ته ليږدول شوي دي .

د ښو سترو جايزه دوو جرمنيانو موريتز بيليبيترو او ساندرا هيلير ترلاسه کړه .

ورسره تړلي نور خبرونه
د گوانتانامو لاره ، نوى فلم
10 فبروري, 2006 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت