|
د ٢٠٠٥ کال تلپاتې پښتو سندرې او سندرغاړي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
يو وخت وو چې دفرهاد دريا (( ګل صنمې )) او(( ببو لالې ))، د صديق شباب (( دسمال يې راووړ د هلك مورې )) او د زيګ اپريدي (( بي بي شيرينې ))سندرو پر ځوانانو جادوي اغيز شيندلى وو . يوۀ كيسټ پلورنكي احسان الله راته وويل چې په ٢٠٠٥ زيږديز كال كې د فرهاد دريا ، صديق شباب او زيګ اپريدي همدې كسټو تر نورو ډير اخيستونكي لرل . احسان دا هم ورزياته كړه چې زياتره كسټ پلرونكو يادې شوې سندرې د نورو سندر غاړو د سندرو د پلورلو لپاره كارولې . د يو شمير نورو سندرغاړو له سندرو سره يې د (( ګلچين )) په ډول جلا كسټوكې ډكولې چې نورو هغو ته هم بازار پيدا كړي . خو اوس يوه بله سندره هم ورزياته شوې ده . (( پيښور خو پيښور دى كنه )) له مستۍ او خوښۍ ډكه سندره. په زړه پورې داده چې دې سندرې د افغانستان په شمالي سيمو كې د ځوانانو زړونو ته لار پيدا كړې ده . دې سندرې هغو پښتني بنډارونو ته لار پيدا كړې ده چې د هيواد په شمال كې د خوښيو د لمانځلو لپاره تر سره كيږي .ماته عجىبه وه ، د يو ملګري د واده په خوښۍ كې مې د يو سندر بول زلمي له خولې بيا بيا واوريده . دې زلمي دا سندره (( منم چې ښايسته ښايسته ښارونه شته دي خو دى په ټولو باندې بر دى كنه )) ډيره په خوند سره د موسيقۍ په څپو كې اوروله . ښايي دا سندره د هغه چا لپاره ډيره په زړه پورې وي چې په پيښور كې يې ژوند كړى وي او له هغه ښار څخه ډير خواږه يادونه ولري . هغه زلمي چې په واده كې دا سندره اوروله وروسته بيا راته وويل چې ماشومتوب يې په پيښور كې تير شوى دى . دى د هغو لسګونو زره افغانانو له ډلې څخه يوتن وو چې پر افغانستان د پخواني شوروي د ځواكونو له يرغل وروسته يې كورنۍ اړ شوې وه چې خپل اصلي ځاى ځايګى پريږدي او ګاونډي پاكستان ته كډه وكړي . د جلال الدين ښكلي غږ زه هم دې ته اړويستم چې د دې سندرې ريښه څرګنده كړم .همدلته يو چا راته وويل چې دا سندره د خيبر ټلويزوني چينل له خوا خپره شوې ده . د عرفان خان په نامه يو تنكي سندر غاړي د لومړي ځل لپاره د ٢٠٠٥زيږديز كال په اوږدو كې دغه سندره د خيبر ټلويزون له څپو اورولې وه . كه څه هم پيښور د استاد خيال محمد ، ګلنار بيګم ،هارون پاچا، استاد هدايت الله ، سردار علي ټكر او ماسټر علي حيدر په څير نوماندي سندر غاړي د پښتو موسيقۍ ډګر ته وار له مخه وړاندې كړي دي . خو د خيبر ټلويزوني چينل نوې څيرې په نوي ډول له پيښور څخه د پښتو موسيقۍ ډګر ته وړاندې كړې چې تر منځ يې زيګ اپريدى او فې خان ډير نوم لري خو اوس د عرفان خان په نامه يو بل زلمى هم ورو ورو د پښتنو بنډارونو ته لار پرانيزي اوسندرې يې د افغانستان تر شمالي ولايتونو پورې رارسيږي او د ځوانانو په زړونو كې يې كوډ ګر غږ ځاى پيدا كوي . خو پر نوو را ښكاره شوو سندر غاړو نيوكې دادي چې د موسيقۍ له اصلي اډانې (( سر او تال )) څخه ناخبره دي .خو د پښتو موسيقۍ ډير شننونكي ټينګار كوي چې كه هرڅه وي ،دا د پښتني موسيقۍ په ډګر كې يو پرمختګ دى . ډير ليرې نه، د طالبانو د واكمنۍ تر پايه پورې د جګړو په لسيزو كې د افغانستان د موسيقۍ پر ستوني پښه ايښودل شوې وه او دې چارې د طالبانو د واك پر وخت زور واخيست .موسيقي په ستوني كې خپه وه. دې كار نه يوازې د افغانستان موسيقۍ ته زيان واړوۀ بلكې په سيمه كې يې هم د موسيقۍ بهير ډير زيانمن كړ . ډير سندرغاړي په همدې كلونو كې له هيواده ووتل .په دغو كلونو كې هيواد د سندرو له يو ډول قحطي سره مخامخ شو.شته يې مات او له منځه يوړل شول او د موسيقۍ مينه والو نه شو كولى چې په خپلواكه توګه سندرې تر لاسه او يا يي واوري . په مزار شريف كې د اروايي ناروغيو يو ډاكټر په يوه غونډه كې وويل چې د افغانانو تر منځ له هغې وروسته اروايي او د خپګان ناروغي مخ په زياتېدو شوه چې موسيقۍ ته يې لاسرسى نه درلود . ډيرو پوهانو موسيقي د روح غذا بللې ده .ځكه خو يې كارپوهان وايي چې دا انسان ته يو ډير خوندور احساس ور په برخه كوي . ښه موسيقي ښه پيغام ليږدوي او پر انسان دوه اړخيز اغېز شيندي، يو د موسيقۍ اغېز بل د كاريدلي ښه شعر اغېز . دغسې موسيقي يوې بلې انځوريزې ( تصوري ) نړۍ ته اوريدونكى بيايي . له هغو ناخوالو يې ډير لرې بيايي چې دى ور سره لاس او ګريوان دى .موسيقي د كولتور په پياوړتيا او پرمختيا كې هم رغنده رول لوبوي .موسيقي د مينې او خپلوۍ احساس راپنځوي د اروايي ناروغيو ډيرى پوهان په دې اند دي چې كله د كركې د احساس په ځاى د مينې احساس ولرو ،د ناڅرګندو لاملونو له ځورونې ژغورل شوي يوو او په رښتيا چې اوچت احساس راسره وي . په هغو كلونو كې چې افغان سندر غاړي له هيواده ووتل د ښې موسيقۍ د وړاندې كولو ځاى د كسټو پلورنځيو ونيو . ټلويزيون او راډيو چې خپلې اسانتياوې د جګړو له كبله له لاسه وركړې وې ، نه يې شو كولى چې خواره واره سندرغاړي راټول او سندرې يې خپرې كړي. اوس هم ټلويزيون او راډيو د دې كار وړتيا نه لري . د پښتو يو وتلي او پاپ سندر غاړي رحيم شاه ويلي دي چې دى ځكه خپلې سندرې بازار ته نه شې وړاندې كولى چې د كسټو پلورنځي يې په برښنايي ډول (( په ډيرې چټكۍ سره )) يوه كاپي تر لاسه كوي او د ارزان بيه سي ډي ګانو له لارې يې ويشي او ګټه يې د هغوى جيب ته لويږي . | ورسره تړلي نور خبرونه فرهاد دريا : د هنر ډگر ته ژر ستنيدونکى يم22 جنوري, 2006 | خبرونه په اختريزه اوومه سټوډيو کې مو مشال ميلمه وو02 نومبر, 2005 | خبرونه له اوومې سټوديو څخه د خپرو شويو پروگرامونو ارشيف13 اپريل, 2005 | خبرونه خبرې او سندرې24 نومبر, 2004 | خبرونه د ملغلرو امېل تفريحي پروگرام 07 نومبر, 2005 | خبرونه اوومه سټوديو : له طاهرشباب به يي واورو13 اکتوبر, 2005 | خبرونه پنچشنبه له اوريدونکو سره پروگرام - د فبرورى دوهمه نيټه 09 اکتوبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||