|
اوومه سټوديو : له طاهرشباب به يي واورو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
دا اوونى مو د اوومې سټوډيو ميلمه ځوان سندرغاړى طاهر شباب وو. طاهرشباب ٣٦ کلن دى او دننگرهارپه ښارکې نړى ته راغلى دى .دښوونځي لومړى دوه کاله يي دننگرهاردوکيل خان ښوونځې کې ولوستل .وروسته کابل ته ولاړاودوه کاله يي هلته ښوونځى ولوست . ترهغه ورسته غزني ته ولاړ اودوه کاله يي هلته ښوونځي ته دوام ورکړ. بيا کابل ته ولاړاوله اووم نه تردوولسم ټولگي پورې دموزيک ليسه ولوسته.له استاد ننگيالي ، استاد سرمست اونورونه موسيقي زده کړه . په ١٩٩٨٦ کال کې جاپان ته دماشومانوپه يوه هنري ډله کې سفروکړاوهلته له ٥٢ هيوادونونه ماشومان ووچې ده دوهم ځاى وگاټه .دوه کاله يي دکابل پوهنتون دښکلوهنرونوپوهنځى ولوست . کله چې په هيوادکې کورنى جگړې پيل شوې نودى هم له هيواده ووت اوجرمني ته کډه شو. تراوسه دجرمني په فرانکفورت کې اوسي. په راډيوافغانستان کې ېې ٤٠ سندرې ثبت کړې دي. اوس هم په سندروکارکوي اونوې سندرې جوړوي اوکمپوزکوي ېې. څلورماشومان لري. پښتو ژبه اوپښتوسندرې ېې ډيرخوښيږي . |
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||