 | | | د مشال لومړى سي ډي ماشا الله نوميږى او دوهمه سي ډي کې يې د اروپا کنسرتونه ځاى شوي |
مشال ٣٧ کا له وړاندې دکندهار د پنجوايي په ولسوالى کې نړى ته سترگې غړولې دي . د احمد شاه بابا په ليسه کې ېې تر لسم ټولگي پورې زده کړې وکړې او بيا يې له هيواده کډه وکړه . لومړني دوه کاله يې د پاکستان په کراچۍ کې تيرکړل او بيا له سمندرونو واووښت او په امريکا کې ېې واړول . پنځه کاله په کنزاس کې اوسيده او بيا کاليفورنيا ته ولاړ چې ترننې ورځې هملته اوسيږي . لکه چې وړاندې مووويل ، په افغانستان کې خويي ترلسم ټولگي پورې زده کړې کړې وې نو ښوونځى يې په امريکا کې پاى ته ورساوه . د موسيقي په زده کړه يې پيل وکړ د پيانو څو کورسونه يي ولوستل او د اواز په برخه کې يې مسلکي لوست او روزنه وکړل . لومړى سي ډي يې ماشاالله نوميږي په بله سي ډي کې يې د اروپا کنسرتو نه ځاى شوي او اوس يي يوه بله سي ډي هم راوتو ته تياره کړې ده . واده يي کړى او يوه لور لري خو مشال لا هم مسافر دى ځکه چې ميرمن يې لا په جرمني کې اوسي او سندرغاړى له موراو پلار سره په امريکا کې. |