BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 19:27 گرينويچ 2006 ,22 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
فرهاد دريا : د هنر ډگر ته ژر ستنيدونکى يم

دريا
فرهاد دريا د يوۀ کنسرت په ترڅ کې ناڅاپي وغورځيد او بې سده شو .
وتلي افغان سندر غاړي فرهاد دريا په يوې وينا كې هيله ښولې چې ډير ژر به د هنر ډګر ته بيا ستون شي .د نوموړي درملنه له څو اونيو راهيسې د امريكا د ويرجينيا په ايالت كې کيږي .

فرهاد دريا په يوې وينا كې ډاډ وركړى چې روغتيايي حالت يې مخ په ښه كېدو دى .

ښاغلي دريا په يو كنسرټ كې چې د ۲۰۰۶ ميلادي كال په درشل كې د لاس انجلس په انا هايم كانوينشن سنټر كې د كنسرټ لومړنۍ سندره اوروله ، ناڅاپي يې روغتيا خرابه شوه او روغتون ته ورسول شو .

په دغه كنسرټ كې د هغه په زرګونو مينه والو ګډون كړى وو، دده له بې سده كېدو سره سم كنسرټ ګډوډ شو او د ګډونوالو په ذهنونو كې د افغان موسيقۍ د ځلانده ستوري فرهاد دريا د ناروغېدو په اړوند ډول ډول اټكلونه راپورته شول .

يو شمير كسانو پر هغه تور ولګاو چې د كنسرټ د پيل په شيبو كې يې د شرابو نشه كړې وه . خو فرهاد دريا دا تور په كلكه رد كړى دى او د سټيج يا دريځ پر سر يې ناڅاپي بې سده كېدل د څښاك په اوبو كې دزهرو له وركړې انګېرلي او ټينګاريې كړى چې له دې لارې دده د وژلو هڅه شوې ده .

دغه وينا چې د مستانه په نامه يوې افغاني ويبپاڼې خپره كړې ده ، هغه كسان په كې رخه ګر بلل شوي دي چې وايي دده د بد نامولو هڅه يې كوله .

ده د يو شمير پخوانيو وتلو افغان سندر غاړو نومونه ياد كړي دي چې په تيرو څو لسيزو كې په ناڅرګند ډول ووژل شول .

ښاغلي دريا ويلي دي چې په دغو سندرغاړو كې يې ځينې د دغه ډول رخه ناكو انسانانو د ځان غوښتنې ښكار ګرځېدلي دي .

ده له هغو كسانو څخه مننه كړې چې د روغتيا لپاره يې هغه ته دعا ګانې كړې دي .د افغان موسيقۍ دې ځلانده ستوري دخپلې ناڅاپي ناروغۍ يو لامل د كنسرټ د چمتو كونكو له خوا د ناسم امنيتي چاپيريال برابرول ګڼلي دي او ټينګاريې كړى چې دى خپله هم ځكه نيمايي پړه په غاړه اخلي چې تر اوسه يې هڅه نه ده كړې چې د كنسرټ پروخت د مينه والو په وړاندې د( لرې شئ! لرې شئ ) د ټكو د كارونې غوښتنه وكړي .

فرهاد دريا نه يوازې د موسيقۍ يو نامتو كمپوزيټور او وتلى سندر غاړى دى بلكې د ماشومانو د حقونو د پرځاى كولو لپاره هم منډې ترړې وهي او په دې هلو ځلو بوخت دى چې د نړيوالو د بشري ټولنو پام له افغان ماشومانو سره مرستې ته راواړوي .

دى د خپل هنر په مټ لاسته راغلې پيسې له افغان يتيمو ماشومانو سره نيموي .

نوموړى د كوفا په نامه د يوې جرمنۍ مرستندويه ټولنې له لارې په افغانستان كې له هغو ماشومانو سره مرسته كوي چې د كورنيو مشران يې د جګړو په لسيزو كې وژل شوي دي .

ښاغلى دريا غواړي چې په راتلونكي لمريز كال كې د يوې جرمنۍ هنري څيرې نيناهاګن په مرسته د افغانستان په شمال ختيځ ولايت كندوز كې د جګړه ځپلو ماشومانو لپاره يو مركز پرانيزي .

دى وايي چې هڅه كوي ددغو مرستو لړۍ د هيواد نورو ولايتونو ته هم وغځوي .

دى لومړنى افغان سندر غاړى دى چې په افغانستان كې د ماشومانو لپاره يو مرستندوى مركز جوړوي.

فرهاد دريا ژمنه كړې چې ډير ژر به يې نوې سي ډي ګانې بازار ته وړاندې شي .دغه افغان سندر غاړى چې په پښتو ، دري او اوزبكي سندرې وايي نه يوازې د افغانستان په ګوډ ګوډ كې مينه وال لري بلكې په ځينې بهرنيو هيوادونو كې يې هم سندرې اوريدونكي لري .

د افغانانو تر منځ دده وروستۍ سي ډي ( سلام افغانستان ) د ښاغلي دريا شهرت نور هم ډير كړ .

كه څه هم دى يو څو په ګوتو شمار پښتو سندرې لري خو په پښتني ټولنه كې ډير اوريدونكي او مينه وال ځكه لري چې دغه سندرې يې كليوالي او فلكلوريكه بڼه لري او كاريدلى هنر په كې ډير پياوړى دى .

ورسره تړلي نور خبرونه
خوږ غږى سندرغاړى يار محمد
29 مارچ, 2005 | خبرونه
خبرې او سندرې
24 نومبر, 2004 | خبرونه
سندرغاړې زېړکه مو ميلمنه وه
11 دسمبر, 2005 | خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت