|
د مصر فوټبال لوبغاړى ميدو وشړل شو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افريقا د فوټبال اتلوليو تر پايلوبې ايله دوه ورځې وړاندې نن ( د سلواغې ١٩ د فبروري ٨ ) د مصر گول وهونکى او ستورى ميدو هغه مهال له لوبډلې وشړل شو چې له روزونکي حسن شهتا سره يې ژبه واړوله . د افريقا د لويې وچې فوټبال اتلولۍ د جمعې په ورځ په قاهرې کې د مصر او عاج ساحل ترمنځ کيږي . عاج ساحل په نيمه پايلوبو کې نايجيريا ته يو صفر ماتې ورکړه او مصر له سينيگال څخه دوه يو دويمه نيمه پايلوبه وگټله . د مصر گول وهونکى ميدو د دغه هيواد يو له ډيرو تکړو لوبغاړو څخه گڼل کيږي چې اوس د انگلستان له ټاټنم لوبډلې سره لوبه کوي . ميدو تر دې وړاندې په ايټاليا کې لوبه کوله او داسې باور دى چې د دۀ تجربه به د مصر د بري لپاره ديره مهمه وه . خو د مصر د ملي لوبډلې روزونکي حسن شهاتا وويل د ميدو په څير لوبغاړي په نورې لوبډلې منفي اغيز کولى شي . | ورسره تړلي نور خبرونه د افريقا فوټبال اتلولۍ د نيمه پايلوبو پړاو ته ورسيدې04 فبروري, 2006 | خبرونه تيونس د افريقا په فوټبال اتلوليو کې لوبه وگټله22 جنوري, 2006 | خبرونه د افريقا په فوټبال اتلوليو کې کامرون لوبه وگټله22 جنوري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||