BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 11:55 گرينويچ 2006 ,04 فبروري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افريقا فوټبال اتلولۍ د نيمه پايلوبو پړاو ته ورسيدې
د افريقا د لويې وچې فوټبال اتلوليو پاتې منځلوبې يا کواټرز فاينل نن ( د سلواغې ١٥ د فبروري ٤ ) په مصر کې کيږي .

د تيرو اتليو اتل تيونس په پورت سعيد کې له نايجيريا سره لوبه لري او کامرون له عاج ساحل سره په قاهرې کې سيالي کوي .

د جمعې په ورځ سينيگال او کوربه هيواد مصر نيمه پايلوبو يا سيمي فاينل ته هغه وخت لار ومونده چې گيني او د کانگو ديموکراتيک جمهوريت ته يې ماتې ورکړه .

اوس به مصر له سينيگال سره په نيمه پايلوبو کې سيالي کوي .

نيمه پايلوبي د سه شنبه په ورځ کيږي .

په منځلوبو کې مصر د کانگو ديموکراتيک جمهوريت ته ٤--١ ماتې ورکړه . احمد حسن د مصر له خوا دوه گولونه وکړل .

په دويمه منځلوبه کې تر يوې په زړۀ پورې لوبې وروسته سينيگال گيني ته ٣-٢ ماتې ورکړه .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت