|
بوش : د کارتون اعتراضونه دې نور بس شي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
ولسمشر بوش د نړۍ پر حکومتونو غږ کړى دى چې د حضرت محمد ص د کارتونونود خپرېدو پر سر راپورته شوي احتجاجونه دي ساړه کړي. په سپينه ماڼۍ کې د اردن پاچا عبدالله سره تر غونډې وروسته ښاغلي بوش پر حکومتونو ټينگار وکړ چې په بهرنيو هېوداونو کې په کارونو اخته د بې گناه ديپلوماتانو ژوند وژغوري.. هغه د ازادو مطبوعاتو دفاع وکړه خو ويې ويل چې دا ازادي بايد له مسوليت سره تړلې وي. د نوموړي څرگندونې پر داسې وخت شوي چې د افغانستان په کلات کې ن څلور تنه پر امريکايي اډې د ورختو په هڅو کې ووژل شول. افغان ولسمشر حامد کرزي پر پېښې خپگان وښود او زياته يې کړه چې افغانان بايد دا درک کړي چې په افغانستان کې په خدمتونو اخته اروپايي عسکر له خپاره شويو کارټونونو سره هيڅ کار او تړاو نه لري. افغان چارواکي وايي چې حکومت ضد او جنايي ډلې اوسنۍ لانجه د خپلې موخې لپاره کاروي. د افغانستان د مذهبي علماو يوې لوړپوړې ډلې پر خلکو غږ کړى دى چې تاتريخوالى دي پاى ته ورسوي ،دوى زياتوي چې د کارټون پر سر اخ وډب مشروعيت نه لري. | ورسره تړلي نور خبرونه د افغانستان په مظاهرو کې نورې وژنې هم شوي08 فبروري, 2006 | خبرونه د قلات په مظاهره کې٤تنه مړه او په لسگونو ټپيان شول07 فبروري, 2006 | خبرونه د پيغمبر د کارتون پرضد په افغانستان کې مظاهرې و شوي05 فبروري, 2006 | خبرونه د محمد (ص) د کارتون په جوړولو د مسلمانانو کرکه او غصه 01 فبروري, 2006 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||