BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 01:41 گرينويچ 2006 ,25 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ايران او پاکستان د غازو پر نلليکې خبرې وکړې
نلليکه
متحد ايالات د دغې نلليکې مخالفت کوي او هند و پاکستان ته وايي چې له منځنۍ اسيا څخه پر بلې نلليکې غور وکړي .
پاکستان او ايران د غازو د هغې نلليکې جوړولو ته يو وار بيا د خپل هوډ يادونه کړې چې له ايرانه به د پاکستان په لار هند ته غځيږي .

په اسلام اباد کې د لوړ پوړو پاکستاني او ايراني چارواکو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته په يوۀ گډ بان کې راغلي چې يوه دوه اړخيزه کاري ډله به د مارچ ( کب او ورى ) په مياشت کې په تهران کې سره ويني او د وزيرانو د کچې يوه غونډه چې درې سره هيوادونه به پکې برخه اخلي د اپريل په مياشت کې کيدونکې ده .

بيان د دغې پروژې د ژوندۍ ساتلو پر اړتيا ټينگار کوي . د دغې وړانديزي نلليکې مخالفت متحد ايالات کوي هغوى پر هند او پاکستان دواړو ټينگار کوي چې پر ځاى يې له منځنۍ اسيا څخه د يوې بلې نلليکې لټه وکړي .

په دې وروستيو کې پاکستان او افغانستان له ترکمنستان څخه د غازو پر يوې بلې نلليکې بيا خبرې پيل کړې چې له ډيرو کلونو پرې غور کيږي .

بل پلو د ايران په سويلي ښار اهواز کې بمي چاودنو لږ تر لږه اته کسان وژلي او تر څلوېښتو ډير يې ټپيان کړي دي .

د چاودنو پر وخت ولسمشر احمدينژاد دغه ښار ته تلونکى و خو مامورينو وويل دۀ د بدې هوا له امله خپل سفر وځنډاوۀ .

چا د اهواز د چاودنو پړه نه ده منلې خو دا هغه سيمه ده چې کله نا کله پکې ناکراري وي چې د ايراني عرب اقليت پکې لاس لري .


ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت