|
دارجنټانيايۍ بريډاس کمپنۍ د افغانستان د غازو نل ليکه غزوى | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ارجنټانيايۍ بريډاس کمپنۍ مشر کارلس بروډوني له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د ليدو پر مهال دافغانستان او پاکستان له لارې له ترکمنستان نه هندته د غازو د نل ليکې د غزولو په تړار د خپلې کمپنۍ د چمتووالي خبر ورکړ. ښاغلي کرزي بيا په افغانستان کې د ارجنټاين او ايټاليې دسفيرانو او دتيلود نړيوال سازمان اوپيپ د بانکي چارود مشر په شتون کې ددغې پروژې پلى کول د سيمې د اقتصاد دپياړتيا په ډگر کې سترگام وارزوه. افغانستان له تيرو دريو کلونو او په دغه لړ کې په څانگړي توگه له تير يوه کال را هيسي د غازو دنل ليکې دغزولو د پروژې په تړاو د سيمې له هيوادونو او اړوندو شرکتونو سره خبرې اترې درلودې خو تر دې دمه د خوشبينۍ څرک نه و لگيدلى. بريډاس او يونيکال هغه دوه بهرنۍ کمپنۍ دي چې آن د طالبانو پر مهال د نل ليکې د غزولو پر سر ديو بل په وړاندې د سيالۍ ډگر ته را وتلي و. افغان چارواکي په دې آند دي چې له افغانستانه د غازو د نل ليکې له غزيدو سره به افغانستان ته دميليونو ډالرو گټه ورسيږي او ددې تر څنگ به ډير شمير افغانان په کار وگمارل شي. له افغانستانه د تيريدونکي نل ليکې د غزولو مسئله څو څو ځلي مطرح شوې، خو د چارواکو په وينا د امنيت نشتوالي ددې لامل گرځيدلى چې دغه ستره پروژه وځنډيږي. د ايران هيواد هم ډيرې هڅې وکړئ چې د غازو دغه گټوره نل ليکه له ايرانه د هند سمندر ته وليږدول شي. | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||