BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 16:07 گرينويچ 2005 ,26 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
ترکمنستان ولې د غازو بيه لوړوي ؟
ولسمشر نيازوف
ولسمشر سفر مراد نيازوف له اوکراين سره د اقتصادي همکاريو په باب د خبرو لپاره تنظيم شوى سفر پرېښود او اوس يې د غازو لپاره نوې بيه وټاکله
ترکمنستان اعلان کړی دی چې سر له راتلونکي کاله به د صادرونکو غازو بيه په سلو کې ٣٥ لوړوي . د بيو دا لوړيدل به د ترکمنستان د اقتصاد غوړيدو ته خورا ښه وي خو واردونکي هيوادونه د نوې تګلارې په وړاندې په دريدو کې غښتلی دريځ ولري .

د توليد لوړو شويو لګښتونو ته په پام سره د ترکمنستان ولسمشر سفر مراد نيازوف اوکراين ، روسيې او ايران ته د دسمبر تر ١٠ نېټې پورې وخت ورکړی دی چې هغه خبرې اترې بشپړي کړي چې د ترکمنستان د غازو بيه به راتلونکی کال د هرو ١٠٠٠ کيوبيک مترو لپاره له ٤٤ ډالرو څخه ٦٠ ډالرو ته وخيژوي . دا اعلان د ترکمنستان ، اوکراين او روسيې تر منځ د ترکمنستان د طبعي غازو د بيې په سر د اوږدې مودې په لانجه کې وروستۍ پرمختيا ده .

دا اعلان په ځانګړې توګه اوکراين ته بد خبر دی هغوی دم ګړۍ ته د خپلو غازو د اړتيا په سلو کې ٤٥ برخه له ترکمنستانه ترلاسه کوي . د بيو له نوې تګلارې سره به اوکراين اړ وي چې د کال ٦٢٤ ميليونه ډالره اضافي ورکړي او روسيه به د کال ١١٢ ميليونه نور ډالر سپاري .

د کال په پيل کې ترکمنستان د هرو ١٠٠٠ کيوبيک مترو غازو لپاره بيه له ٤٤ ډالرو څخه ٥٨ ډالرو ته وخيژوله او له اوکراين سره يې ومنله چې نيمايي پيسې به نغدي ترلاسه کوي او پاتې برخه به يې په بارتري توکو کې مومي . ترکمن مامورين دعوه کوي چې بارتري توکي يې ترلاسه نه کړل . اوکراين بيا ويل چې د ترکمنستان د ګمرک مامورينو په پوله باندې دغه توکي ايسارول .

د جون په مياشت کې د لاسليک شوي نوي تړون ترمخه اوکراين ومنله چې د هرو ١٠٠٠ کيوبيک مترو غازو په بدل کې ٤٤ ډالره ورکړي او دا ټولې پيسې به نغدي سپاري . خو له عشق اباده دا وروستی اعلان ښيي چې د بيو په سر د خبرو اترو نوی پړاو روان دی .

اوکراين ښايي په داسې دريځ کې وي چې د دغې لوړې شوې بيې په وړاندې مقاومت وکړي . اوکراين د ترکمنستان د غازو لپاره يو لوی بازار دی چې د ترکمنستان د ټولو صادراتو په سلو کې ٤٩ برخه جوړوي . شننونکي وايي عشق اباد اوکراين ته تر ډيره وخته پورې غاز نه شي بندولی ځکه چې د ترکمنستان اقتصاد د غازو په خرڅولو باندې ډيره تکيه کوي .

ترکمنستان د خپلو غازو د صادرولو لپاره د نويو بازارونو په لټه کی دی عشق اباد په دې وروستيو کې اعلان وکړ چې ترکمنستان به راتلونکي کال کې پر چين باندې د خپلو غازو د پلورلو تړون لاسليکوي .

ترکمنستان ښايي له دې سره هڅه وکړي چې پر اوکراين او روسيې تکيه کمه کړي او په هر ډول خبرو راتلونکو خبرو کې خپله تله درنه وساتي .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت