BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 07:36 گرينويچ 2006 ,05 جنوري
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
پاونټينگ په ١٠٠ مه لوبه کې ١٠٠ منډې وکړې
پاونټينگ
پاونټينگ پنځم لوبغاړى دى چې د خپل لوبيز ژوند په سلمه لوبه کې ١٠٠ منډې کوي
د استراليا د کريکټ لوبډلې کپتان ريکي پاونټينگ له سويلي افريقا سره په لوبه کې د خپل لوبيز ژوند ١٠٠ مه لوبه د ١٢٠ منډو په جوړولو ولمانځله .

په سډني کې له سويلي افريقا سره د روانې پنځه ورځنۍ لوبو د لړۍ په دريمه لوبه کې پاونټينگ ښه چټکه لوبه وکړه خو بيا هم ميلمه لوبډله وتوانيده چې تر استراليا ٩٦ ډيرې منډې ولري .

سويلي افريقا په خپلې لومړنۍ پاڼۍ کې ٤٥١ مندې لرلې په ځواب کې استراليا د پاونټينگ د ښې لوبې په مټ ٣٥١ منډې وکړې .

په دغې لړۍ کې استراليا يوه لوبه گټلې او يوه هم بې له کومې پايلې مساوي ختمه شوې ده .

په هغو لوبغاړو کې چې په ١٠٠ مه لوبه کې يې سل منډي کړي دي لومړنى کس د انگلستان کالن کاوډري وو چې په ١٩٦٨ کال کې يې له استراليا سره په لوبه کې ١٠٤ منډې وکړې .

د پاکستان پخواني کپتان جاويد ميانداد په ١٩٨٩ کال کې له هند سره په لوبه کې ١٤٥ منډې کړې وې .

په همدغه کال د ويسټ انډيز گورډن گرينيچ له انگلستان سره په لوبه کې چې سلمه لوبه يې وه ١٤٩ منډې وکړې .

د پاکستان اوسني کپتان انظمام الحق له هند سره تير کال د خپل ژوند په سلمې لوبې کې ١٨٤ منډې وکړې چې تر دې دمه په سلمه لوبه کې د کوم لوبغاړي تر ټولو ډيرې منډې دي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت