BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 01:20 گرينويچ 2005 ,04 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
استراليا په لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې وړاندې ده
ويسټ انډيز
د ويسټ انډيز لوبډلې ٧ استراليايي لوبغاړي وسوځول خو په پاى کې استراليا په ښه دريځ کې وه .
د استراليا په برزبين ښار کې د کوربه هيواد او ويسټ انډيز ترمنځ په لومړنۍ پنځه ورځنۍ لوبه کې استراليا ته بلنه ورکړل شوه چې لومړى دوى منډې جوړي کړي .

د استراليا کپتان ريکي پانټينگ د ١٤٩ منډو په کولو سره خپله لوبډله د لومړۍ ورځې په پاى کې په ډير پياوړي دريځ کې پرېښوده .

استراليا د ٧ لوبغاړو په سوځيدلو ټولې ٣٤٠ منډې کړې وې .

د ويسټ انډيز له خوا کاليمور څلور لوبغاړي وسوځول او وځليد .

استراليا په دې وروستيو کې د نړيوالو لوبغاړو يوې ټاکل شوې لوبډلې ته په يو ورځنيو او پنځه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه . خو تر هغې وړاندې په انگلستان کې استراليايي لوبغاړو وروسته له نژدې دوو لسيزو د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وبايلله .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت