|
پاکستان او بنگله ديش فوټبال لوبه مساوي ختمه کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د اسيا د فوتبال اتلوليو د غوراوي په لوبو کې د بنگله ديش او پاکستان تر منځ لوبه بې له کومه گوله مساوي ختمه شوه . د جمعې په ورځ ( د مرغومي ٢ د دسمبر ٢٣ ) د بنگله ديش ه پلازمېنه ډاکه کې ترسره شوې دغه لوبه تر ډيره د دواړو غاړو له خوا د يو بل د مخنيوي په ډول تيره شوه . د اسيا د اتلوليو د غوراوي لوبې دوه برخې لري چې د هر هيواد په کور يې يوه يوه لوبه کيږي . بنگله ديش ځينې هڅې وکړې خو پاکستان يې دفاع وکړه . اوس به د سه شنبه په ورځ ( د مرغومي ٦ د دسمبر ٢٦ ) په کراچۍ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ يوه بله لوبه کيږي او د هغې په پاى کې که بيا هم بې له کومه گوله دواړه لوبډلې مساوي وې نو د پيناتي په هڅو کې به يوه غاړه بريالۍ کيږي . د سويلي اسيا هيوادونو په فوټبال لوبو کې هند او بنگله ديش پياوړي گڼل کيږي . دوى دواړو څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د سويلي اسيا د فوتبال فدراسيون د اتلوليو پايلوبه وکړه چې د هند په بري پاى ته ورسيده . | ورسره تړلي نور خبرونه هند د سويلي اسيا فوټبال اتلولۍ وگټلې17 دسمبر, 2005 | خبرونه افغانستان د سويلي اسيا پخواني اتل ته ماتې ورکړه12 دسمبر, 2005 | خبرونه اسيا د فوټبال نوې اتلولي پيلوي01 نومبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||