|
هند سرېلنکا ته په پنځه ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
هندوستان سدېلنکا ته په دريمه پنځه ورځنۍ لوبه کې چې په احمد اباد کې وشوه په اسانۍ ماتې ورکړه او له دې بري سره د پنځه ورځنيو لوبو په کتار کې تر استراليا وروسته دويم مقام ته ورسيد . هند دغه وياړ له انگلستانه خپل کړ . انگلستان سږ کال استراليا ته ماتې ورکړې وه خو له پاکستانه يې دوه صفر د پنځه ورځنيو لوبو لړۍ وبايلله او اوس دريم مقام ته کښته شو. د احمد اباد په لوبه کې هندوستان په اوله پاڼۍ کې د لکشمن د سلو منډو او د عرفان پټان د ٨٢ منډو په مرسته ٣٩٨ مندې وکړې چې په ځواب کې د سريلنکا لوبډله ايله په ٢٠٦ منډو وسوځيده . هربجان سينگ د سرېلنکا ٧ لوبغاړي وسوځول . په دويمه پاڼۍ کې هند د ٩ لوبغاړو په سوځيدو ٣١٦ منډې وکړې او سرېلنکا ته يې نه ترلاسه کيدونکى هدف کېښود . هغوى په دويمه پاڼۍ کې هم په ٢٤٩ منډو وسوځيدل او په دې ډول هندوستان دغه لوبه په ٢٥٩ منډو وگټله . هند دويمه لوبه هم گټلې وه . بل پلو انگلستان په پينډۍ کې له پاکستان سره پنځمه يوه ورځنۍ لوبه په ٦ منډو وگټله خو د پنځو لوبو په لړۍ کې يې ٣-٢ ماتې وخوړه . انگلستان به اوس هند ته ځي او هند به له انگلستان سره تر لوبو وړاندې له پاکستان سره بخت ازمويي . | ورسره تړلي نور خبرونه د هند او سرېلنکا لوبه مساوي روانه ده11 دسمبر, 2005 | خبرونه پاکستان څلورمه يوه ورځنۍ لوبه وگټله19 دسمبر, 2005 | خبرونه انگلستان پاکستان ته ماتې ورکړه10 دسمبر, 2005 | خبرونه انگلستان بيا کريکټ لوبه وبايلله07 دسمبر, 2005 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||