BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 17:01 گرينويچ 2005 ,07 جون
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
د افغانستان راتلونکې ټاکنې

News image
حامد کرزى د کانديدانو د نوم ليکنى له دغو پايلو خوشحاله دى
په افغانستان کى د ولسى جرگى او ولايتى شوراگانو لپاره د چمتوالى د روان بهير په تړاوو د دولت له خوښۍ نه ډک دغه غبرگون انتخاباتى سياليو ته د راوتلو څه د پاسه ٦٠٠٠ کانديدانو د لومړنى يا ابتدايى لست له خپريدو وروسته ښودل شويدى .

د دولت وياند جاويد لودين ، د ولسمشر حامد کرزى له قوله د ناامنۍ په تړاوو د مخالفانو د هڅو له ډيريدو سره سره ،تر دى دمه انتخاباتو ته د چمتو والى منډى ترړى بريالۍ وبللې او باور يى وښود چى تر پايه به دغۀ بهير په بريالى ډول پر مخ ولاړ شى.

په دى ورستيو کى پارلمانى انتخاباتو ته د کانديدانو د نوم ليکنى بهير پاى ته ورسيد. د هيواد په کچه له ٦٠٠٠ زرو زياتو ښځو او نارينه وو په سيالۍ کى د گډون لپاره خپل نومونه وليکل.

News image
د انتخاباتو د مالى لگښتونو له اړخه هم کومه ځانگړى انديښنه په مينځ کى نشته

ولسمشر د کانديدانو د نوم ليکنى له دغو پايلو خوشحاله دى . دا په اصل کى له دغه ملى مهم بهير نه د ولس د ملاتړ معنى لرى . له بل لوري د ولس همدغه ملاټړ پخپله د انتخاباتو د برى ډاډمن ضمانت بلل کيږى .

ښاغلى لودين د ولسمشر کرزى له قوله له مالى اړخه د انتخاباتو د ملاتړ په تړاوو د نړيوالى ټولنى له لورى په کيدونکو مرستو هم ښوښى وښوده :

د انتخاباتو د مالى لگښتونو له اړخه هم کومه ځانگړى انديښنه په مينځ کى نشته . د ملگرو ملتونو سازمان په دى برخه کى خپل کار ته دوام ورکوى.

ولسمشر د افغانستان د خلکو په استازيتوب له ټولو هغو هيوادو نه چى تر دى مهاله يى په دى تړاوو مرستې کړى او يا يى د مرستو ژمنى کړې منندوى دي .

د افغانستان خلک به هيڅکله دغه مرستى هيرى نکړى .

د دولت وياند جاويد لودين انتخاباتو ته د چمتو والى په برخه کى د برياوو تر څنگه د امنيتى انديښنو په تړاوو هم څرگندونى وکړى .

ده تيره اونۍد کندهارپه يوه جومات کى بمى چاودنه هم د انتخاباتو په وړاندى د خنډونو د رامينځ ته کولوهڅه وبلله او د هغى پړه يى پر القاعده او طالبانو واچوله :

News image
په دغه فعاليت کى د القاعده ، طالبانو او له پولى نه د ها خوا هغو کړيو لاس دى چى له دغو ډلو سره اړيکى لرى . گمان دادى چى هغوى د بريد لپاره خپل ټول امکانات کارولى دى .

ښاغلى لودين زياته چى بريد په دى تمه هم شوى وو چى د وزيرانواو واليانو په کچه دلوړې کچى چارواکى ووژنى خو د ا چى دده په وينا ځان وژونکى بهرنى وو نو د وخت له اړخه يى تيروتنه کړې او وړاندى له دى چى د کابل له امنيه قوماندان محمد اکرم خاکريزوال پرته نور چارواکى جومات ته ورسيږى ، چاودنه تر سره شوه.

په ټوله کى ښاغلي لودين ډاډ وښود چى د هغو گډو امنيتى پلانونو په پلى کيدو سره به چى د افغانستان دولت پرى له ناتو او اتلافى ځواکونو سره کار کوى ، د انتخاباتو بهير په خوندى توگه تر سره شى او مخالفان به دده په وينا دا وس ونه مومي چې خلک د رايى اچوونې مرکزونو ته له ورتلو راوگرځوي .

ورسره تړلي نور خبرونه
نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت