په نشې د روږدو کسانو د درملنې مرکز، هم درملنه هم ساتېری

دغه روغتون څه موده وړاندې په کابل کې د امریکايي ځواکونو مشهوره اډه (کمپ فینیکس) و، چې د ابن اسینا د نشه يي توکو روږدو کسانو په روغتون بدل شو. دا انځورونه زموږ همکار فرهاد محمدي اخیستي دي.

دغه روغتون څه موده وړاندې په کابل کې د امریکايي ځواکونو مشهوره اډه (کمپ فینیکس) و، چې د ابن اسینا د نشه يي توکو روږدو کسانو په روغتون بدل شو.
د عکس تشریح، دغه روغتون څه موده وړاندې په کابل کې د امریکايي ځواکونو مشهوره اډه (کمپ فینیکس) و، چې د ابن اسینا د نشه يي توکو روږدو کسانو په روغتون بدل شو.
په دې روغتون کې په نشه د روږدو کسانو درملنه تر څلوېښتو ډېرې ورځې دوام کوي، خو دارو درمل یې وړیا دي.
د عکس تشریح، په دې روغتون کې په نشه د روږدو کسانو درملنه تر څلوېښتو ډېرې ورځې دوام کوي، خو دارو درمل یې وړیا دي.
له څلوېښتو ورځو درملنې وروسته، هره ورځ د ناروغانو ځان مینځل ددوی په څېرو کې بدلون راولي چې د یوه عادي وګړي په توګه ښکاري.
د عکس تشریح، له څلوېښتو ورځو درملنې وروسته، هره ورځ د ناروغانو ځان مینځل ددوی په څېرو کې بدلون راولي چې د یوه عادي وګړي په توګه ښکاري.
ددغه روغتیايي مرکز فضا د دمې کولو یوه ځای ته ورته ده. خو چارواکي یې وايي ځینې وخت په نشه روږدو کسانو د تېښتې هڅه کړې ده، خو بریالي شوي نه دي.
د عکس تشریح، ددغه روغتیايي مرکز فضا د دمې کولو یوه ځای ته ورته ده. خو چارواکي یې وايي ځینې وخت په نشه روږدو کسانو د تېښتې هڅه کړې ده، خو بریالي شوي نه دي.
د کاغذ پر مخ لیکل شوي چې په دې مرکز کې د ۱۵۰۰ کسانو درملنه کېدای شي، خو هلته عملاً د ۷۵۰ کسانو درملنه دوام لري.
د عکس تشریح، د کاغذ پر مخ لیکل شوي چې په دې مرکز کې د ۱۵۰۰ کسانو درملنه کېدای شي، خو هلته عملاً د ۷۵۰ کسانو درملنه دوام لري.
اوس هغه خونې او د آرام کولو ځایونه چې وړاندې امریکايي ځواکونو ګټه ترې اخیسته، په نشه روږدو کسانو پکې اړولي دي.
د عکس تشریح، اوس هغه خونې او د آرام کولو ځایونه چې وړاندې امریکايي ځواکونو ګټه ترې اخیسته، په نشه روږدو کسانو پکې اړولي دي.
د رحیم الله په نامه په نشه دغه روږدي سړي تر ۱۰ ډېر کاله نشه يي توکي کارولي. اوس په دغه مرکز کې له درملنې وروسته خپلې راتلونکې ته خوشبین ښکاري.
د عکس تشریح، د رحیم الله په نامه په نشه دغه روږدي سړي تر ۱۰ ډېر کاله نشه يي توکي کارولي. اوس په دغه مرکز کې له درملنې وروسته خپلې راتلونکې ته خوشبین ښکاري.
په دې مرکز کې د ساتېرۍ لپاره هم اسانتیاوې شته، هغه هم ددې لپاره چې د روږدو کسانو له ذهنونو د نشه يي توکو هوا ووځي.
د عکس تشریح، په دې مرکز کې د ساتېرۍ لپاره هم اسانتیاوې شته، هغه هم ددې لپاره چې د روږدو کسانو له ذهنونو د نشه يي توکو هوا ووځي.
د روغتون یوه برخه ناروغانو ته مشوره ورکول دي، چې له بشپړې درملنې وروسته بیا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.
د عکس تشریح، د روغتون یوه برخه ناروغانو ته مشوره ورکول دي، چې له بشپړې درملنې وروسته بیا نشه يي توکو ته مخه نه کړي.
روږدي کسان ورزش هم کوي او پخپلو کې سپورتي سیالۍ هم لري.
د عکس تشریح، روږدي کسان ورزش هم کوي او پخپلو کې سپورتي سیالۍ هم لري.