له حکومته د فرخندې د قتل په تړاو د عدالت غوښتنه

په کابل کې زرګونو ښاریانو د سترې محکمې مخې ته د وژل شوې فرخندې د قضیې څېړلو غوښتنه وکړه. دغه لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوي وو.


په کابل کې زرګونو ښاریانو د سترې محکمې مخې ته د وژل شوې فرخندې د قضیې څېړلو غوښتنه وکړه. انځور اخیستونکی وحید پیکان، بي بي سي
د عکس تشریح، په کابل کې زرګونو ښاریانو د سترې محکمې مخې ته د وژل شوې فرخندې د قضیې څېړلو غوښتنه وکړه. انځور اخیستونکی وحید پیکان، بي بي سي
لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوي وو.
د عکس تشریح، لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوي وو.
فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ (کب ۲۸) د کابل ښار شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه د قهرېدلو سړو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.
د عکس تشریح، فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ (کب ۲۸) د کابل ښار شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه د قهرېدلو سړو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.
لاریونیانو د "عدالت عدالت، موږ ټول فرخنده یو"، "جهالت، جهالت د انسانیت دښمن دی"، "فرخندې زموږ خور یې او موږ ځان درنه قربانوو" شعارونه ورکول.
د عکس تشریح، لاریونیانو د "عدالت عدالت، موږ ټول فرخنده یو"، "جهالت، جهالت د انسانیت دښمن دی"، "فرخندې زموږ خور یې او موږ ځان درنه قربانوو" شعارونه ورکول.
دغه لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوی و. له تېرو څو ورځو راهیسې د فرخندې تر وژلو وروسته په افغانستان کې تند غبرګونونه راپورته شوي دي، چې ګڼو ټولنیزو شبکو د هغې په نامه او ملاتړ پاڼې هم جوړې کړې او د هغې د قاتلانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
د عکس تشریح، دغه لاریون د ټولنیزو شبکو له خوا سمبال شوی و. له تېرو څو ورځو راهیسې د فرخندې تر وژلو وروسته په افغانستان کې تند غبرګونونه راپورته شوي دي، چې ګڼو ټولنیزو شبکو د هغې په نامه او ملاتړ پاڼې هم جوړې کړې او د هغې د قاتلانو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
تېره ورځ هم سلګونه کسان د شاه دو شمشیره واټ ته راوتلي وو او په نمایشي ډول یې په هغه ځای کې نیال کښېنول، چې د فرخندې مړی پکې سیځل شوی و.
د عکس تشریح، تېره ورځ هم سلګونه کسان د شاه دو شمشیره واټ ته راوتلي وو او په نمایشي ډول یې په هغه ځای کې نیال کښېنول، چې د فرخندې مړی پکې سیځل شوی و.
په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د لاریونیانو شمېر د ۲ او ۳ زرو ترمنځ و، چې د لاریون پرمهال هلته سخت باران هم پیل شو.
د عکس تشریح، په سیمه کې د بي بي سي خبریال وايي، د لاریونیانو شمېر د ۲ او ۳ زرو ترمنځ و، چې د لاریون پرمهال هلته سخت باران هم پیل شو.
راغونډو شویو کسانو په پای کې یو پرېکړه لیک هم اعلان کړ، او د هغو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه، چې د فرخندې د وژل کېدو په ورځ یې د هغې کورنۍ اړه کړې وه، چې ووايي لور یې رواني ناروغي لرله.
د عکس تشریح، راغونډو شویو کسانو په پای کې یو پرېکړه لیک هم اعلان کړ، او د هغو امنیتي چارواکو د ګوښه کېدو غوښتنه یې وکړه، چې د فرخندې د وژل کېدو په ورځ یې د هغې کورنۍ اړه کړې وه، چې ووايي لور یې رواني ناروغي لرله.
د فرخندې پلار د خپلې لور د وژل کېدو په ورځ وویل، چې لور یې ذهني ناروغي لرله. بیا د هغې پلار ومنله چې د پولیسو چارواکو هغه اړ کړه چې رسنیو ته ووايي لور یې ذهني ناروغه وه.
د عکس تشریح، د فرخندې پلار د خپلې لور د وژل کېدو په ورځ وویل، چې لور یې ذهني ناروغي لرله. بیا د هغې پلار ومنله چې د پولیسو چارواکو هغه اړ کړه چې رسنیو ته ووايي لور یې ذهني ناروغه وه.
۲۸ کلنه فرخنده په لرګیو، ډنډو، لغتو او سوکانو ووهل شوه، بیا تر موټر لاندې شوه او تر مرګ وروسته یې مړی وسوځول شو.
د عکس تشریح، ۲۸ کلنه فرخنده په لرګیو، ډنډو، لغتو او سوکانو ووهل شوه، بیا تر موټر لاندې شوه او تر مرګ وروسته یې مړی وسوځول شو.
د نن لاریون کوونکو له دولت نه وغوښتل چې شاه دو شمشیره زیارت ته څېرمه د "اندرابي واټ" د "فرخندې واټ" په نامه کړي.
د عکس تشریح، د نن لاریون کوونکو له دولت نه وغوښتل چې شاه دو شمشیره زیارت ته څېرمه د "اندرابي واټ" د "فرخندې واټ" په نامه کړي.
لاریون کوونکو ویل، تر هغو چې عدالت نه وي تامین شوی، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
د عکس تشریح، لاریون کوونکو ویل، تر هغو چې عدالت نه وي تامین شوی، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
د پرېکړه لیک پای کې د شاه دو شمشیره زیات د هغه منجور، او تعویذ لیکونکي ملا د علني او بېړنۍ محاکمې غوښتنه وکړه، چې د معترضانو په اند د فرخندې د قتل اصلي عاملین دي.
د عکس تشریح، د پرېکړه لیک پای کې د شاه دو شمشیره زیات د هغه منجور، او تعویذ لیکونکي ملا د علني او بېړنۍ محاکمې غوښتنه وکړه، چې د معترضانو په اند د فرخندې د قتل اصلي عاملین دي.
 د پولیسو په بې غورۍ هم نیوکې وشوې، چې د لاریون کوونکو په وینا، د پېښې په ورځ ناغیړي کوونکي پولیس هم باید محاکمه او سزا ورکړل شي.
د عکس تشریح، د پولیسو په بې غورۍ هم نیوکې وشوې، چې د لاریون کوونکو په وینا، د پېښې په ورځ ناغیړي کوونکي پولیس هم باید محاکمه او سزا ورکړل شي.
فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ (کب ۲۸) د کابل ښار شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه د قهرېدلو سړو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.
د عکس تشریح، فرخنده د تېرې پنجشنبې په ورځ (کب ۲۸) د کابل ښار شاه دو شمشیره جومات ته څېرمه د قهرېدلو سړو له خوا په وهلو وهلو ووژل شوه او بیا یې مړي ته اور واچول شو.