BBC News,
پښتو
مطلب ته ورشئ
برخې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
کور پاڼه
ژوندۍ: ټلویزیوني خپرونې
افغانستان
پښتونخوا
نړۍ
ښځې
لوبې
ساینس او ټکنالوژي
هنر او ادب
راډیویي خپرونې
د هند پلازمېنې، ډیلي کې د ښاري ټرانسپورټ حال
دې لپاره چې انټرنېټ مو لږ مصرف شي، یوازې متن ولولئ
۴ لړم ۱۳۹۳ - ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۴
د هند له ګڼې ګوڼې ډکې پلازمېنې کې ښاري ټرانسپورټ د اړتیاوو پوره کولو کې نابریالی ښکاري.
د عکس تشریح،
لویو ښارونو کې د ښاري ټرانسپورټ رول خورا مهم دی، ځکه د ورځني تګ راتګ لپاره تر ډېره حده له همدې وسیلې کار اخیستل کېږي. دغه تصویر د ډیلي کشمیري ګېټ بسونو تم ځای کې اخیستل شوی ( ټول تصویرونه د ارزو عام دی )
د عکس تشریح،
یوازې بسونه او میټرو د ډیلي ښاري ټرانسپورټ اړتیاوې نه پوره کوي، بلکې نور معادل هم لري. د کجوري چوک، سیمه کې یوه باربري لارۍ نه کار اخیستل کېږي.
د عکس تشریح،
د ډیلي ښار شاوخوا سیمو ځیني اوسېدونکي تر نژدې دوو ساعتونو پورې د ریل له دغه ډول سفره وروسته د ښار مرکزي برخې ته رسېږي.
د عکس تشریح،
پهټ پهټ سېوا یا وکرم نومي دغه نقلیه وسیله هم ډیلي وال د تګ راتګ لپاره کاروي، چې پکې د ډېرو کسانو پر لېږدولو بندیز لګېدلی، خو د درګاه پور چوک دغه منظره ستاسې مخکې ده.
د عکس تشریح،
د عثمان پور پشتې سیمې نه تېروېدونکو نژدې ټولو بس ګاډو کې د سپرلیو دغه ډول حالت وي.
د عکس تشریح،
د قانون له مخې د ډیلي رکشو کې یوازې دریو کسانو ته د کښېناستو اجازه شته، خو کله ناکله داسې هم کېږي.
د عکس تشریح،
یو وخت داسې و، چې ډیلي کې سایکلونه ډېر وو، خو وروسته سړکونه پراخ شول، ګاډي ډېر او سایکلونه لږ شول. دغه انځور شاستري پارک سیمه کې اخیستل شوی دی.
د عکس تشریح،
د ډېر سپرلیو لېږدولو کې سایکل رکشې هم له نورو شاته نه دي. ویلکم میټرو ته څېرمه دغه رکشه د سړک مخالف لور ته روانه ده.
د عکس تشریح،
دغه ( کراچۍ ) د ښوونځي ماشومان لېږدوي او له یوې څلور لارې داسې حال کې تېریږي، چې ترافیکي څراغ سور دی.
د عکس تشریح،
د نفوس پرتله ښاري ټرانسپورټ یوه ستونزه ده، خو د ډیلي بیوزله کورنۍ د سفر لپاره نور وسایل هم کاروي.
د عکس تشریح،
دهولا کوان سیمه کې یوه مېرمن د موټرسایکل چلولو حال کې.
مهم خبرونه
په خلیج کې د امریکا پوځي ځواک له زیاتېدو سره ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی، چې د اتومي پروګرام هوکړې لپاره 'وخت په ختمېدو دی'
۶ ساعتونه وړاندې
ننګرهار کې د کور نړېدو پېښه کې د یوې کورنۍ اووه کسان مړه شوي
۲ ساعتونه وړاندې
ذبیح الله مجاهد: د جزا قانون 'نه بدلېدونکی' دی
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
ځانګړي مطالب
ماشومتوب، ځوانۍ او زړښت کې څه وخورو؟
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
نړیوال بانک: د طالبانو حکومت تېر کال شاوخوا ۹۷ میلیارده افغانۍ امنیتي برخې ته ځانګړې کړې وې
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
"امرثاني"؛ د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو وزير یوې پخوانۍ ويډيو ته د ايلان مسک غبرګون
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
پر الهان عمر یوه ولسي غونډه کې د یوه ناڅرګند مايع په وسیله برید شوی
۸ سلواغه ۱۴۰۴ - ۲۸ جنوري ۲۰۲۶
درس
You might also like:
news
|
sport
|
weather
|
worklife
|
travel
|
future
|
culture
|
world
|
business
|
technology