د فوټبال نړیوال جام د پرانستې نندارې

د ۲۰۱۴ کال نړیوال فوټبال لوبې تېره شپه په برازيل کې پيل شوې. د دغو لوبو او د پرانستې نندارې ته زرګونه کسان د نړۍ له لروبره ورغلي وو.

د فوټبال د ۲۰۱۴ نړیوال جام لوبې د کوربه هېواد برازيل او کروشيا په لوبه پيل شوې، چې برازيل وګټله.
د عکس تشریح، د فوټبال د ۲۰۱۴ نړیوال جام لوبې د کوربه هېواد برازيل او کروشيا په لوبه پيل شوې، چې برازيل وګټله.
په دغه جام کې اسپانيا له خپلې اتلولۍ دفاع کوي او دا دويم ځل دی چې برازيل د فوټبال د نړیوالو لوبو کوربه دی.
د عکس تشریح، په دغه جام کې اسپانيا له خپلې اتلولۍ دفاع کوي او دا دويم ځل دی چې برازيل د فوټبال د نړیوالو لوبو کوربه دی.
د نړیوال جام سيالۍ چې کابو يوه مياشت به روانې وي د نړۍ ۳۲ لوبډلې په کې لوبېږي، چې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.
د عکس تشریح، د نړیوال جام سيالۍ چې کابو يوه مياشت به روانې وي د نړۍ ۳۲ لوبډلې په کې لوبېږي، چې په اتو ګروپونو وېشل شوي دي.
د برازيل ولسمشرې ډيلما روسيف تېره ورځ ويلي و، هېواد يې د فوټبال نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
د عکس تشریح، د برازيل ولسمشرې ډيلما روسيف تېره ورځ ويلي و، هېواد يې د فوټبال نړیوالو لوبو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
لسګونه زره کسانو د نړیوال جام د پرانستې مراسمو ننداره وکړه.
د عکس تشریح، لسګونه زره کسانو د نړیوال جام د پرانستې مراسمو ننداره وکړه.
سلګونه میليونه کسانو د پرانستې دغه مراسم د خپلو تلويزيونونو پر پردو وکتل.
د عکس تشریح، سلګونه میليونه کسانو د پرانستې دغه مراسم د خپلو تلويزيونونو پر پردو وکتل.
د فوټبال نړېوالې اداره په يوه هېواد کې د سياليو لپاره ۱۰ ښارونه غوره کوي، خو د برازيليانو د زياتې مينې له امله يې دا ځل ۱۲ ښارونه غوره کړي دي.
د عکس تشریح، د فوټبال نړېوالې اداره په يوه هېواد کې د سياليو لپاره ۱۰ ښارونه غوره کوي، خو د برازيليانو د زياتې مينې له امله يې دا ځل ۱۲ ښارونه غوره کړي دي.
د فوټبال لوبې ډېری شنونکي برازيل، ارجنټاین او اسپانيا د دغه جام ګټونکې لوبډلې په ګوته کوي.
د عکس تشریح، د فوټبال لوبې ډېری شنونکي برازيل، ارجنټاین او اسپانيا د دغه جام ګټونکې لوبډلې په ګوته کوي.
د ۲۰۱۴ د فوټبال نړیوال جام تر ټولو د زيات لګښت لرونکی جام بلل شوی، چې شاوخوا يو ميليارد ډالره پرې لګېدلي دي.
د عکس تشریح، د ۲۰۱۴ د فوټبال نړیوال جام تر ټولو د زيات لګښت لرونکی جام بلل شوی، چې شاوخوا يو ميليارد ډالره پرې لګېدلي دي.
د دغه ډېر لګښت له امله په تېر يوه کال کې په دغه هېواد کې مظاهرې روانې وې.
د عکس تشریح، د دغه ډېر لګښت له امله په تېر يوه کال کې په دغه هېواد کې مظاهرې روانې وې.