په دې راپور کې امان الله عمران د افغانستان او چين تر منځ اړيکو ته کتنه کړې ده.
تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ
افغانستان په نړۍ کې اووم لوی هېواد دی چې په وچه کې بند او سمندر ته لار نه لري. له ۶ هېوادونو سره پولې لري، چې له ايران او پاکستان پرته يې له خپلو شمالي ګاونډيانو او چين سره تر دې مهاله د پولو پر سر سترې لانجې نه دي پېښې شوې.
افغانستان د خپلو ۶ ګاونډيانو ترمنځ تر ټولو کم واټن پوله له چين سره لري. خو چين بيا د افغانستان د نورو ګاونډيانو ترمنځ له پوځي پلوه تر ټولو پياوړی، او له اقتصادي پلوه بيا ان د نړۍ دوهم ځواکمن هېواد دی.
د افغانستان د بدخشان ولايت واخان ولسوالي د چين له شينجياګ سره نښتې ده.
دغه سيمه د واخان په دهلېز هم مشهوره ده، چې شاوخوا ۱۴۰ کيلومتره اوږدوالی لري، او يو داسې سياسي جوړښت بلل کېږي، چې په ۱۹ مه پېړۍ کې د سترې لوبې برخه و.
په ۱۸۷۳ کال کې د بريتانيا او روسيې او په ۱۸۹۳ کال کې بيا د بريتانيا او افغانستان ترمنځ تړونونه لاسليک شول چې ورسره پنج او پامير سيندونه د افغانستان او روسيې ترمنځ او د ډېورېنډ کرښه د بريتانوي هند او افغانستان ترمنځ پولې وټاکل شوې.
دغه تنګه مځکنۍ تړانګه د دواړو امپراتوريو ترمنځ د سپر په توګه وه، چې په شلمه پېړۍ کې بيا د واخان دهلېږ په نامه مشهوره شوه.
چين له دوهمې نړيوالې جګړې وروسته چې له کورنۍ جګړې هم تازه وتلی و، په تدريجي ډول يې د خپل ځواک سېک راټولاوه، نو ځکه يې د خپلو پولو ټاکلو ته هم مخه کړه.
په دې ډول د افغانستان او چين تر منځ د پولو ټاکنو تړون د شلمې پېړۍ په ۶ مه لسيزه کې لاسليک شو.
د يو شمېر راپورونو لړۍ کې بي بي سي د افغانستان او دغه هېواد د ګاونډيانو ترمنځ اړيکي څېړي، چې پولې يې څنګه دي، دوه اړخيز اړيکي يې کله پيل شوي، اوس مهال څنګه سره چلن کوي، يو بل ته اړتيا لري، د يو بل له واقعيتونو اندېښنې لري او که څنګه؟
په نړيواله کچه داسې انګېرنه ده، چې په وچه کې راګير افغانستان له خپلو ګاونډيانو سره د اړيکيو په تنظيمونې د ګډو ګټو په موخه په سيمه کې د ټولو هېوادونو ترمنځ د تړاو غولی جوړېدی شي.
په دې راپور کې امان الله عمران د افغانستان او چين تر منځ اړيکو ته کتنه کړې ده.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .