له گاونډيانو سره د افغانستان اړيکې: تاجکستان
- Author, يما بارز
- دنده, لندن
په پام کې ده چې د روان کال د جون په ۱۴ نيټه کابل د "اسیا د زړه" په نوم د یو کنفرانس کوربه وي.
دغه کنفرانس کې به د ۶ ګاونډیانو او د سیمې د ۷ مهمو هېوادنو د بهرنیو چارو وزیران او د ۱۴ نورو هیوادونو استازي ګډون ولري.
په دغه کنفرانس به د سیاسي، اقتصادي، ښوونې روزنې په چارو راغونډ وي.
په همدې پلمه مو يو شمېر ځانګړي پروګرامونه چمتو کړي دي چې د افغانستان او ګاونډيانو تر منځ پر اړيکو را څرخي.
په دې ځانګړي رپوټ کې يما باريز د افغانستان او تاجکستان تر منځ اړيکو ته لنډه کتنه کړې ده.