د یوه افغان کارګر ژوند

    • Author, عکاسي:
    • دنده, وحید پیکان، بي بي سي

په داسې حال کې چې نن (سه شنبه/د مۍ لومړۍ) د کارګر نړیواله ورځ ده، د حکومتي شمېرو له مخې افغانستان نهه ميلیونه د کار وړ کارګر لري، چې شپږ ميلیونه يې په کار بوخت دي او درې نور بې کاره ګرځي.

سید اغا له خپل یوه زوی سره
د عکس تشریح، د کابل قره باغ اوسېدونکی سید اغا وايي، ځمکه نه لري، چې څه پرې وکړي، له مجبورۍ یې د کابل چهارکلا کې اوسېدو ته اړ شوی دی.
د سید اغا کرايي کور.
د عکس تشریح، ۴۲ کلن سید اغا بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، چې کور یې په ۲۵۰۰ افغانۍ کرایه کړی، چې دا کرایه هم سمه نه شي ورکولی.
سید اغا له خپلو ماشومانو سره
د عکس تشریح، سید اغا پنځه ماشومان لري، خو وايي چې هغه بله ورځ یې یو ناروغ شوی و، چې د ډاکټر او درملو پیسې یې هم نه ورته لرې.
دغه افغان کارګر وايي، چې یوه کوټه یې په ۲۵۰۰ افغانۍ کرایه کړې ده او ایله د همدې کوټې کرایه په مزدورۍ پوره کولی شي.
د عکس تشریح، دغه افغان کارګر وايي، چې یوه کوټه یې په ۲۵۰۰ افغانۍ کرایه کړې ده او ایله د همدې کوټې کرایه په مزدورۍ پوره کولی شي.
سید اغا
د عکس تشریح، نوموړی وايي'' په حکومت ډېر وګرځېدم، خو دا چې ښوونځی مې تر درېیم ټولګي لوستی، هېڅ ځای مې کار پیدا نه کړ.''