د خان عبدالغني خان د زېږېدو سل کلونه پوره شوو

سږکال د وتلي فلسفي شاعر لیکوال،انځورګر او د عدم تشدد لارې مبارز خان عبدالغني خان د زېږېدو له سلمې کلیزې سره برابر دی.
نوموړی په ۱۹۱۴ کال کې د پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې زېږېدلی و.
غني خان له خپل پلار عبدالغفار خان ( باچا خان ) سره د عدم تشدد په مبارزه کې هم ونډه اخېستې ده.
ټاکل شوې چې نن افغان ولسمشر حامد کرزی د نوموړي د زېږېدو د سلمې کلیزې په تړاو یوې جوړې شوې غونډې کې ګډون وکړي.
نور محمد سعید په دې اړه خپل رپوټ کاږي، چې د غني خان د زوکړې سلو کلونو پوره کېدو په مناسبت د بېلو مراسیمو په ترڅ کې د هغه یادوونه کېږي.
غني خان سره له دې چې شاعر، مجسمه ساز او انځورګر و، په سیاسي مبارزه کې یې د خپل مبارز پلار خان عبدالغفار خان ملتیا کوله.
غني خان د خپل وخت د سیاسي بهیرونو یو فعال غړی و.
غني خان د لندن او امریکا متحدو ایالتونو کې زده کړې تر لاسه کړې وې او وروسته یې د پښتو تر څنګ په انګلیسي ژبه هم یو شمېر اثار لیکلي.
د غني خان د اثارو لویه برخه شاعري او منثور اثار دي، چې په ۱۳۶۴ کال کې یو ځل بیا په کابل کې ټول او چاپ شول.
د غني کلیات هغه مهال د افغانستان د قومونو او قبایلو وزارت له لوري چاپ شول، چې د هغه د اثارو تر ټولو لویه او معتبره نسخه بلله کېږي.
شاعر او لیکوال سلیمان لایق وايي، د غني شاعري له پولو او معینو هدفونو ورهاوخوا ده.
د خان عبدالغني خان شعر یو ځانګړی فلسفیانه رنګ لري، چې د ژوند د بېلو اړخونو په اړه او ان خپله د انسان د هستۍ په اړه پکې پوښتنې مطرح کېږي.
د غني خان د شعر په اړه ویل کېږي، چې د ناوړه دودونو پر ضد د مبارزې په اړه، چې په ټولنه کې حاکم و، له خوشحال خان خټک وروسته غني خان و، چې په خورا جرات یې خپل فکر څرګند کړل.
د لیکوال او شاعر عبدالغفور لیوال په وینا د غني د لیک سبک او رنګ له هره پلوه ځانګړی او خپلواک دی.
د کارپوهانو په وینا د غني خان د پیغام خپرولو لپاره تر ټولو غوره لاره داده، چې د هغه په اړه د غونډو او کنفرانسونو تر څنګ د هغه شته اثار بیا بیا چاپ ښي، د تدریسي نصاب برخه شي او دغه راز د رسنیو له لاري د هغه پیغام په موثره توګه د ټولنې د هر غړي تر غوږونو ور ورسول شي.








