گارډین: اوباما د خپلې دورې ختمېدو وړاندې پر روسیې نور بندیزونه لګوي

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

گارډين:

د بريتانيا گارډين ورځپاڼې په خپاره کړي يوۀ مطلب کې ويلي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د خپلې ولسمشرۍ مودې له ختمېدو وړاندې پر روسيې نور بنديزونه ولگوي.

د ورځپاڼې په وينا دا بنديزونه د امريکا په ټاکڼو کې د ادعا شوې انټرنټي لاسوهنې په ځواب کې پر روسيې لگول کېږي.

گارډين د واشنگټن پوسټ يوۀ رپوټ ته په اشاره وايي؛ سپينه ماڼۍ د روسيې پروړاندې د نويو بنديزونو اعلان ته نژدې ده، خو امريکايي چارواکو په دې اړه څرگندونې نه دي کړي.

اکسپرېس ټريبيون:

د پاکستان چاپ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼه په مسکو کې د افغانستان په تړاو د روسيې، پاکستان او چين گډې غونډې ته په اشاره وايي؛ دغو دريو سرو هېوادونو خبردارې ورکړى چې داعش په افغانستان کې پياوړى کېږي او د دغه هېواد حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي.

د ورځپاڼې په وينا د غونډې گډونوالو پرېکړه کړې چې راتلونکې ورته ناسته کې به افغانستان ته هم د گډون بلنه ورکړي.

امريکا چې په افغانستان کې نژدې ١٠زره سرتيري لري هم غونډې ته نه وه وربلل شوې.

ورځپاڼې لیکلي، دې غونډې په واشنگټن اندېښنې را پارولي چې امريکا د افغانستان راتلونکې په تړاو کېدونکو پرېکړو نه گوښې پاتې کېږي.

اکسپرېس ټریبیون همداراز په دې برخه کې د افغانستان اندېښنې او غبرگون ته هم اشاره کړې.

واشنگټن پوست:

واشنگټن پوست د فيليپين د ولسمشر هغې نوې ناندريزې وينا ته کتنه کړې چې فاسدو چارواکو ته يې له چورلکې د لاندې غورځولو گواښ کړى.

رودريگو دوتېرتې چې د نشه يې توکو د قاچاق کونکو پروړاندې د خپل توند دريځ له امله پېژندل شوى کس دى ويلي، ده وړاندې يو سړى تښتونکى له چورلکې غورځولى او بيا به بې دريغه دا کار وکړي.

ښاغلی دوتېرتې چې يوې غونډې ته وينا کوله فليپينې چارواکو ته په خطاب کې وويل؛ "زه به تاسې په چورلکې کې پورته کړم او مانيلا ته په لار به مو لاندې وغورځوم، دا کار مې پخوا هم کړى، نو بيا به يې ولې نه کوم؟"

هندوستان ټايمز:

هندوستان ټايمز ورځپاڼې د هند او پاکستان د اړيکو په باب د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اعزاز چوهدري خبرې مهمې بللي چې وايي دغو دواړو هېوادونو لپاره د ترهگرۍ پروړاندې د مبارزې تر ټولو ښه لار دا ده چې په خپلو کې سره خبرې اترې وکړي.

اعزاز چوهدري ويلي د هند او پاکستان په اړيکو کې د ترينگلتيا لامل همدا دى چې سره خبرې نه کوي او د يوه بل په اړه ناسم باورونه لري.

ښاغلي چوهدري همداراز ويلي پاکستان چې اوسمهال د شانگهاى تړون څارونکى غړى دى، راتلونکى کال به د ياد تړون بشپړ غړيتوب ترلاسه کړي.