'جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى'

    • Author, یما بارز
    • دنده, بي بي سي

نيويارک ټايمز:

جنرال دوستم د خپل سياسي سيال په وهلو او يرغملولو تورن شوى

نيويارک ټايمز "پر افغان مرستيال ولسمشر د خپل سيال د وهلو او يرغملولو تور لگېدلى" تر سرليک لاندې يو مطلب خپور کړى.

په مطلب کې راغلي چې جنرال عبدالرشيد دوستم تېره جمعه، په جوزجان کې د وزلوبې يوې سيالۍ پر مهال د "احمد اېشچي" په نامه خپل يو سياسي سيال وهلى ډبولى او بيا يي د ښاغلي اېشچي د خپلوانو په وينا په زوره له ځانه سره بېولى.

په ورځپاڼه کې راغلي، ښاغلي دوستم ښاغلى اېشچي د نندارچيانو په وړاندې د خپلو ساتندويانو په مرسته وډباوه.

مطلب زياتوي، تېره ورځ سلگونو کسانو د ښاغلي دوستم د کور مخې ته احتجاجي غونډه وکړه او د ښاغلي اېشچي د پرېښودو غوښتنه يې کوله، خو ښاغلي دوستم له احتجاجيانو سره نه و کتلي.

د ورځپاڼې په وينا د جنرال دوستم سلاکارانو څو ځله له ژمنو سره سره په دې تړاو له خبرو ډه ډه وکړه.

ورځپاڼه وايي آن د ښاغلي دوستم هغه همکاران چې په لوبغالي کې اخيستلو شويو انځورونو کې د نوموړي تر څنگ ليدل کېږي، هلته خپل حضور نه مني.

يوۀ لوړ پوړي افغان چارواکي د نوم نښوولو په شرط ورځپاڼې ته ويلي چې ښاغلى اېشچي يو ځايي سياستوال دى، که څه هم د ښاغلي اېشچي ځواک او شتمني له ښاغلي دوستم سره نه شي پرتله کېداى خو بيا هم جنرال دوستم نوموړى خپلې کورنۍ ته يو سياسي گواښ بولي.

خو اوس د جنرال دوستم يوه وياند له يوې نړېوالې رسنۍ سره په مرکه کې دا رد کړې چې گواکې دغه راز يوه پېښه دې رامنځته شوې وي.

هندو:

هندو ورځپاڼې په خپلې نننۍ گڼې کې ليکلي چې هند په افغانستان کې له فعاليته لوېدلې الوتکې بيا رغوي.

ورځپاڼه وايي هند افغانستان ته د څلورو جگړييزو چورلکو له ورکړې وروسته اوس غواړي د پرزو برابرولو او د الوتکو رغونې په برخه کې د افغان پوځ ملاتړ وکړي.

دا کار به له روسيې سره په يوۀ درې اړخيز چوکاټ کې پيل شي.

د ورځپاڼې په وينا ولسمشر غني او لومړى وزير نړېندرا مودي ښايي په دې تړاو راتلونکې مياشت په امرتسر کې د آسيا د زړه هېوادونو غونډې په څنډو کې سره خبرې وکړي.

ورځپاڼه وايي د هند هوايي ځواکونو يو تخنيکي پلاوى تېره مياشت افغانستان ته تللى و چې ومومي هلته د شوروي مهال شته ورانو الوتکو لپاره د څه راز پرزو اړتيا ده.

گارډين:

بريتانيا چاپې گارډين ورځپاڼې د امريکا په وسکانسن ايالت کې د ولسمشريزو ټاکنو د رايو بيا شمېرنې او په تړاو يې رادبره شويو غبرگونونو ته کتنه کړې.

ورځپاڼې د امريکا د ټاکل شوي ولسمشر ډونالد ټرمپ هغې وينا ته اشاره کړې چې وايي هېلري کلنټن ته ميليونو وگړو په ناقانونه توگه رايه ورکړې، خو ورځپاڼه وايي ښاغلي ټرمپ په دې تړاو هېڅ راز ثبوت نه دى وړاندې کړى.

ورځپاڼه زياتوي، د رايو بيا شمېرنې د بهير ملاتړ سپينه ماڼۍ او د آغلې کلنټن ټاکنيزه ډله سره په مخالفو غاړه کې درولي دي.