تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیکې: هند غواړي له جاپانه د څه باندې یو نیم ملیارده ډالرو په ارزښت الوتکې واخلي
نیکې:
د جاپان نیکې ورځپاڼې ویلي هند غواړي له جاپانه د څه باندې یو نیم ملیارده ډالرو په ارزښت الوتکې واخلي. دا یو ډول ځانګړې الوتکې دي چې په سمندر کې هم ناسته کولی شي. د ورځپاڼې په وینا د دغو ۱۲ الوتکو په اړه د هند دفاع وزارت نن وروستۍ پریکړه کوي.
له کله چې له پنځوس کلن ځنډ وروسته د جاپان لومړي وزیر پر دفاعي صادراتو بندیز لرې کړی دا په دې برخه کې د جاپان یو له تر ټولو لویو معاملو ده.
ټایمز اف انډیا:
ټایمز اف انډیا ورځپاڼې د بلوچانو د یوې مشرې نایله قادري څرګندونې را اخستې چې ویلي دي د هند د لومړي وزیر له ملاتړ وروسته د بلوچو د حقونو لپاره مبارزه چټکه شوې ده.
ورځپاڼې د قادري په حواله ویلي چې له اویا کلونو راهیسې د پاکستان پوځ د بلوچانو نسل وژنه کوي او کله چې مودي په پاکستان کې د میشتو بلوچو ملاتړ په ډاګه کړ اوس د هغې په وینا د نړۍ پام ددوی قضیې ته اوښتی دی.
ډیپلومات:
ډیپلومات خپرونې هند ته د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا می د سفر په لړ کې د دواړو هېوادونو اړیکو ته کتنه کړې. ورځپاڼه وایي؛ ته په کتو سره چې هند اوس د یوه اقتصادي قوت په توګه مطرح شوی د بریتانیا نظر ددې هېواد په اړه بدل شوی دی.
خو ورځپاڼه زیاتوي؛ بریتانیا کې د پاکستاني کډوالو د اغیز له امله کارګر مخالف ګوند لا هم هند ته د بشري حقونو په برخه کې د تورونو او د پاکستاني وګړو د نفوذو له عینکو ګوري.
خپرونه وایي؛ تیرکال بریتانیا ته د مودي له سفر وروسته د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ژور بدلون راغی، اوس تیریزا می پورې اړه لري چې د همدغو اړیکو پر بنسټ پرمختګ ته لاره هواره کړي.
شرق الاوسط:
له لندنه خپریدونکې شرق الاوسط ورځپاڼې د بحرین د لومړي وزیر خلیفه بن سلمان هغه خبرې را اخستې چې وایي؛ د خلیجي هېوادونو د ټولنې رامنځته کول حتمي دي او دا د اوسنیو اقتصادي او امنیتي شرایطو غوښتنه ده.
هغه ویلي په بحرین کې د خلیجي هېوادونو راتلونکې سرمشریزه به په دې برخه کې فعال رول ولوبوي.
نیویارک ټایمز:
امریکايۍ نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان کډوالو د بیرته ستنیدو په اړه یوه مطلب کې لیکلي؛ سږ کال افغانستان ته تر بل هر هېواد ډیر کډوال ستانه شوي. ورځپاڼه د رسمي سرچینو په حواله زیاتوي چې د ستنیدونکو کډوالو شمیر به د کال تر پایه له یوملیونه واوړي.
واشنګټن پوسټ:
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې په دې ورځو کې د روسیې جنګي الوتکې د بالتیک په سیمه کې پروازونه کوي او دا سیمه د ناټو د نفوذ ساحې ته نږدې ده.
ورځپاڼه زیاتوي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هڅه کوي د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په درشل کې له لویدیځ هېوادونو سره خپلو اختلافاتو ته نوی رنګ ورکړي.
ټایمز:
بریتانوۍ ورځپاڼې ټایمز د لومړۍ وزیرې تریزا می هغه څرګندونې راخیستي چې په ترڅ کې یې له اروپايي ټولنې د بریتانیا د وتلو مخالفانو ته ګواښ کړی.
هغې ویلي مخالفان باید دې ته پام وکړي چې د بریتانیا اکثره خلکو ټول پوښتنه کې له دې ټولنې د بریتانیا وتلو ته رایه ورکړې او ټول باید د خلکو پریکړې ته درناوی وکړي.