تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"کندوز کې د ملکي وگړو مرگ ژوبله ډېره خواشينونکې ده."
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
واشنگټن پوست:
امريکايۍ ورځپاڼې واشنگټن پوست په کندز کې د افغان ملکي وگړو د مرگ ژوبلې وروستۍ پېښې ته کتنه کړې، او وايي امريکايي ځواکونو منلې چې په طالب ضد هوايي بريدونو کې افغان ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې.
ورځپاڼې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د قومندان جنرال نيکولسن وينا را اخيستې چې وايي "د ملکي وگړو مرگ ژوبله چې په هر راز شرايطو کې رامنځته شوې ډېره خواشينونکې ده."
ورځپاڼې د پېښې په تړاو د بشري حقونو د مدافع ډلو او د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په گډون د ځينو افغان سياستوالو او مشرانو نيوکو ته هم اشاره کړې.
افغان مشرانو ويلي دغه راز پېښې د طالبانو په وړاندې مبارزه کمزورې کوي.
ډان:
پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې د "شربت گله به نه شړل کېږي" تر سرليک لاندې خپاره کړي يوه مطلب کې ليکلي:
د خيبر پښتونخوا لوړ پوړى چارواکى شوکت يوسفزى وايي، د پښتونخوا د کورونيو چارو وزارت له پاکستان د شربت گلې د ايستلو له پرېکړې لاس په سر شوى.
د ورځپاڼې په وينا په دغه ايالت کې د "تحريک انصاف" واکمن گوند مشر عمران خان هم له سر وزير پرويز خټک نه غوښتي و چې شربت گلې ته دې له پاکستانه د وتلو لارښوونه نه کوي.
ښاغلي يوسفزي ويلي دا پرېکړه د بشرپالنې او له افغانستان سره د ښه نيت په بنسټ شوې ده.
ډيلي ټلېگراف:
بريتانيا چاپ ډيلي ټلېگراف ورځپاڼې په موصل کې د اسلامي دولت نومې ډلې په وړاندې روانې جگړې ته کتنه کړې.
ورځپاڼه وايي، کله چې په موصل جگړه پاى ومومي نو بيا به د عراق راتلونکې لپاره اصلي جگړه پيل شي.
د ورځپاڼې په وينا په دې جگړه کې د کردي پېشمرگه ځواکونو او عراقي پوځ ترمنځ همکارۍ د پام وړ دي.
د موصل جگړې د کوردي سياستوالو او بغداد ترمنځ سړې اړيکې هم تودې کړې خو دغه نږدېوالى او جوړجاړى اوس هم په نازک حالت کې دى.
ورځپاڼه وايي، پېشمرگه ځواکونو موصل ته د نه ورننوتو ژمنه کړې او په بدل کې به بغداد د کوردي سيمو د حد او بريد درناوى کوي.
دوى دواړو سره هوکړه کړې چې د کرکوک سيمې د تيلو عوايد به سره نيمايي کوي چې کردان دغو پيسو ته د خپلو حکومتي چارو پر مخ بيولو لپاره ډېره اړتيا لري.
د ورځپاڼې په باور، دا حالت د کردستان د خپلواکۍ په لور چې کردان سخت ورته ليواله دي ښه گام نه دى.
خو د تيلو د بيو زياتېدا پورې دا غوښتنه کردانو لپاره په دويمه درجه لومړيتوب بدل شوى.