تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زلمی خلیلزاد: د افغان سولې لپاره نوى خوځښت پيل شوى
- Author, یما بارز
- دنده, بي بي سي
افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت استازى زلمى خليلزاد خوشبيني څرگندوي چې د افغان سولې په تړاو نوى خوځښت پيل شوى. نوموړى وايي بېلابېلو گوندونو او ټولنو پورې اړوند افغانان اوس په گډه کار کوي.
ښاغلي خليلزاد له افغان ولسمشر اشرف غني سره له يوې کتنې وروسته بېرته د واشنگټن په لور خوځېدلى پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي اوس به نارينه ښځينه او ځوانان ټول دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرو کې گډون کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت هم تېره ورځ له طالبانو سره د "پخلاینې د رهبرۍ شورا" په نامه د یوې نوې ډلې د جوړېدو اعلان وکړ چې لومړۍ ناسته يې هم پرون په ارگ کې د ولسمشر غني په مشرۍ جوړه شوې وه.
په همدې حال کې طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو ويلي چې که د دوحې غونډې د گډونوالو په نوملړ کې افغان حکومت پورې د کوم اړوند وگړي نوم وي نو د هغه گډون به شخصي وي او خپل شخصي ليدلورى به بيانوي.
طالبانو رسنيو ته په لېږلي برېښناليک کې د دوحې کنفرانس داسې يوه ناسته بللې چي ګډونوال به پکي يوازې خپل نظرونه او تگلارې بيانوي او د دوى په وينا دا د مذاکرې غونډه نه ده.
له افغان حکومت سره له مخامخ کتنې د طالبانو انکار د افغان سولې په بهير کې يو ستر خنډ بلل کېده.
د افغان چارو ځينې څارونکي اوس په دې باور دي چې د طالبانو دا اعلان د دوى په دريځ کې يو ډول نرمښت تعبيرېداى شي.
د امريکا د سفارت له لوري خپرې شوې يوې وينا پاڼه کې راغلي چې ښاغلي خليلزاد کابل کې له افغان مشرانو سره په ناسته کې، راتلونکو اوونيو کې د تاوتريخوالي کچې پر کمېدا او د سولې بهير پراخ سيمه ييز ملاتړ لپاره پر هلې ځلو ټينگار وکړ.
وينا پاڼه وايي دوى همدا راز د تاوتريخوالي د دوام په حال کې د افغان امنيتي ځواکونو پر ملاتړ هم خبرې وکړې.