نجلۍ یوازې د واده لپاره وي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, هیله غضنفر
- دنده, کابل
که تاسو یو افغان ځوان ته ووایاست چې څه کوې چې پوهنتون لولې؟ څه لازمه ده چې کار کوې؟ هغه فلانۍ دې خپل لور ته غواړي. نجلۍ ښه معاش لري، ما شا الله بهترین ژوند یې جوړ دی. واده وکړه، څه ته ناست یې؟ په داسې خبرو ښايي هغه ځوان د توهین احساس وکړي او په کورنۍ به یې بدې ولګېږي.
خو که همدا خبرې د یوې پېغلې په هکله وشي، خلکو ته دومره طبیعي او بې جنجاله ښکاري لکه روانې اوبه.
واده د ژوند یوه برخه ده، ژوند نه دی. خو زموږ په ټولنه کې عام ذهنیت دا دی چې واده د نجلۍ ټول ژوند دی. واده دی چې د هغې ژوند تضمینوي. واده دی چې نجلۍ بدبخته یا خوشبخته کولای شي.
دا ذهنیت په ښځو باندې بد اغېز کوي او فکر یې محدودوي.
د کابل په لېسه کې یوه ورځ ښوونکو راته وویل چې د خپلې راتلونکې په هکله لیکنه وکړئ. اصلي پوښتنه دا وه چې کوم مسلک غواړئ خپل کړئ.

د عکس سرچینه، Getty Images
زموږ د ښوونځي هلکانو په پوره ډاډ لیکنې وکړې. چا غوښتل انجینر شي، چا د ولسمشرۍ تمه کوله، چا غوښتل ستورو ته وخېژي.
خو زما ټولګیوالې او زموږ د ښوونځي نجونۍ داسې نه وې. اکثرو یې اصلا نه غوښتل پر دې موضوع فکر وکړي. هغوی چې به فکر هم کاوه محدود فکر یې کاوه. ما له خپلې یوې ټولګيوالې هم وا نه وریدل چې ووايي، غواړم میلیونره شم، یا غواړم ولسمشره شم.
خوشال بابا وايي:
څو دې توان رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
زموږ د وطن ډېری میندې او پلرونه خپلو زامنو ته دریابونه غواړي، خو خپلې لوڼې یوازې د واده په نیت لویوي. هغه کب چې یوازې ویاله ورښکاري، د دریاب خوبونه به څنګه ویني؟
زموږ ادبیات هم ورته ذهنیت ته وده ورکوي. مثلاً وایي، پر سپن اس به سپور یو کاکه شهزاده راشي، له نجلی سره به واده وکړي، نجلۍ به ملکه شي او ژوند به یې ګل و ګلزار شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا ډول کیسې مو ښايي په افسانوکې ډیرې اوریدلې یا لوستې وي. موږ په خپله دې ټولنه کې د نجلۍ له واده سره ورته چلند کوو.
یوه مشهوره او عامه خبره دا کېږي چې د نجلۍ د مېړه کور د هغې د بخت کور دی. موږ له مېړه هماغه د سپین اس شهزاده جوړ کړی دی. زه ډاډه یم ډیرې میرمنې به اوس وايي: کوم شهزاده؟
راځئ چې لږ دې دهنیت ته د اروا پوهنې له اړخه وګورو.
زه فکر کوم د سپين اس د شهزاده یو لوی عیب دا دی چې ښځې پر ځان بې باوره کوي، او چې باور نه وي، ښځې نه کار کولی شې، نه کمال پنځولی شې.
په دولسم ټولګي کې وم چې یوې ټولګیوالې مې کوژده وکړه. وروسته له کوژدې هغې نه درس ته پام کاوه نه د کانکور په غم کې وه. تا وا یو چا د ژوند ټول مسولیتونه ترسره کړي وي او نور نو د کولو لپاره څه نه دي ور پاتې.
زما دا ټولګي واله ښايي په اس سپور شهزاده ته انتظار وه او چې شهزاده یې پیدا شو، نور یې زحمت ایستلو ، درس ویلو او په خپل لاس د راتلونکې جوړولو ته دلیل نه لید.
دا نجلۍ به ښايي ۱۸ کلنه وه. یعنې د انرژۍ د اوج عمر یې و. په دې عمر دې بايد پخپله د ژوند اس ځغلولی او خپل ژوند یې ګل و ګلزار کړی وای.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو ډیرې کورنۍ په دې باور دي چې وروسته له واده یا کوژدې د نجلۍ کار یا درس ته اړتیا نشته.
په فردوسي پورې منسوب بیت دی چې:
زنان را همین بس بود یک هنر
نشیننند وزایند شیران نر
او دغه ذهنیت ډیرې ښځې له اجتماعي فعالیته ایسلې دي یا یې فعالیت ور ټکنی کړی دی.
عزت:
که موږ واده ته د اتنخاب نه بلکې د ژوند په سترګه ګورو نو دا ذهنیت مو هم د ښځو عزت نفس او هم ټولنیز عزت ته تاوان رسوي.
فرض وکړئ. یوې شاعرې عشقي شعر ولیکه. کې یې واده کړی وي هېڅوک یې په اخلاقو تبصره نه کوي. خو که یې نه وي کړی، په لسګونو منفي تبصرې به په وشي. ځینې به وایي چې بې حیا ده. نور به پوښتنه کوي چې چا ته یې لیکلی. وایي به هغه فلاني ته یې لیکلی.
خو بل لور ته که یو مجرد هلک شاعر داسې یو شعر ووايي نو موږ یې په اخلاقو نه غږیږو، بلکې په شعر یې خبرې کوو.
دغه تبصرې په ټولنه کې د شاعرې د شخصیت مخ ته سوالیه ږدي او د هېڅ افغانې نفس په خپل شخصیت داغ نه شي منلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا خبره مې له ډېرو ښځو اوریدلې چې خلک د یوې پېغلې پرتله یوې واده شوې ښځې ته په ډېره درنه سترګه ګوري. خو څوک پر دې فکر نه کوي چې همدا پېغله به هم ښایي واده وغواړي، خو د ګډ ژوند لپاره خپلې خوښې انسان به نشي موندلی.
که موږ له واده نه د ژوند هر څه جوړ کړو نو دا ذهنیت به ښځې له ناحقه روحي فشارونو سره مخامخ کړي.
یوه نجلی تصور کړئ چې تعلیم یې نه دی کړی او واده ېې هم نه دی کړی. مور ناسته ده ټوله ورځ ورته وايي زما بدبختې لورکۍ. ترور د دې مخته مور ته وايي غم یې وخوره له وخته تېره ده.
په دا ډول خبرو خو مو په دې نجلۍ ژوند حرام کړ.
یوه بله ښځه تصور کړئ چې دوکتورا سند لري او واده یې نه دی کړی. په داسې یوې ټولنه کې به ځان څومره نا امنه احساسوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
زه په دې باور یم چې که د یوې ښځې شخصیت، کار، پرمختک او ټول ژوند له واده سره و نه تړو نو هم به مو ښځې ارامې وي هم نارینه.
دا بحث ډیر پراخ دی. د واده په تړاو موږ له بده مرغه ډېر ناسم باورونه خپل کړي دي. فکر کوم په دې موضوع باید ډېر بحثونه وشي.
د عامو باورونو لوی عیب دا وي چې د ټولنو په کلتور بدلېږي او انسانان په اسانۍ سره خپلو کلتورونو ته د نقد له عینکو نه ګوري.
یوه ټولنه هغه وخت هوسا کیدای شي چې کلتور یې ښځې او نر دواړو ته د خوندیتوب احساس ورکړي. د هر شي اصلاح له بحثه شروع کیږي.
که د واده پر فرهنګ خبرې او لیکل وشي، ډاډه یم چې ټولنه به د خپلو عینکو نمره بدله کړي.








