پښتون ژغورنې غورځنګ کې ښځې: د ژوند حق غواړو

arman

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، د کراچۍ جلسه کې ارمان لوڼی او خور یې وړانګه

پښتنه ټولنه کې د مېرمنو کار کول څه چې ان بهر وتل هم اسان نه دي، خو له تېر کال راهیسې ډېرې پښتنې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډو کې هم ګډون کوي او هم کار ور ته کوي.

دوی کې یوه مخکښه د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د سنځاوۍ اوسېدونکې وړانګه لوڼۍ غریبه کورنۍ کې لویه شوې.

لومړنی ښوونځی یې چې ولوست، قامي مشرانو یې د نورو زدکړو سره مخالفت کاوه، خو ورور یې ارمان لوڼی استاد و، هغه دا خبره ونه منله، تر میټریک یې د هلکانو ښوونځی او اېف اېس سي یې کوټه کې وکړه.

خپله کیسه داسې غځوي د ارمان سره د ۱۷ کلونو واټن لرم، خو د نورو دریو وروڼو او پنځو خوندو ترمنځ بیا د زېږون واټن کم دی.

پر ۲۰۱۵ کال باچاخان ټرسټ ایجوکېشن بنسټ سره یو ځای شوم.

بې کارۍ، بې وزلۍ او په ناسمه د ځوانانو تللو ځورولم.

کله چې پښتون ژغورنې غورځنګ اسلام اباد کې احتجاج وکړ، کوټه کې ملګرو پیغام خپور کړ چې ټول ځوانان دې لاړ شي، ما پوښتل ولې ځوانان؟ له مېرمنو هم وغواړئ.

وروڼو مې مخه ونه نیوله، خو خلکو به ورته ویل چې ښځې ته له کور وتل ښه کار نه دی.

مور مې له وروڼو ډارېدله خو راته ویل یې که مړه شې څه خبره نه ده، خو چې ارمان باندې څه ونه شي.

ورانگہ

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، وړانګه د خپل ورور له وژل کېدو وروسته خلکو ته وینا کوي.

پلار هم راته ویل چې په سمه لار نه ځې، خو مخه مې یې نه نیوله.

تېره مۍ کې ځايي مشر ارمان سره کېناست او ورته یې وویل چې د پوځ خلاف غږ کول سم نه دي، دا هم پرېږده د خور اېستل دا خو ستاسو عزت دی، غیرت ولې پرېږدئ.

دوه درې ځلې مې لرې خپلوانو د وژلو هڅه هم وکړه، ځکه له کوټې قلعه سیف الله ته لاړم.

کله مې چې پېښور کې د پښتون ژغورنې پوسټرونه خپرول ځینې خلکو مې مخالفت خو ډېرو مې هر کلی وکړ.

سفر کې له ستونزو سره مخ یو، ایجنسۍ زنګونه وهي، چرته ځئ، څه کوئ؟ بده خبره دا چې خواله رسنیو کې زموږ تصویرونه ایډېټ کېږي او دا بده خبره ده.

خو اوس ډېر قبایلي خلک هم خپلو غونډو ته مېرمنې، لوڼه او خویندې راولي.

د ارمان وژل لوی تاوان دی، له هغه وروسته بیا استخباراتو زنګ هم نه دی وهلی.

که حکومت مني که نه یې مني، خو پښتون قام ته پته ده چې ارمان چا وواژه.

نور دې نه وژل کېږي

ALI WAZIR MOTHER
د عکس تشریح، د علي وزیر موږ خوږمینه

خوږ مینه وايي، ټول عمر یې د سوېلي وزیرستان له مرکز واڼه ۱۳ کیلومتره لرې خوښه کلي کې تېر کړی.

خاوند یې د قام مشر و او ټولو خلکو یې خبره منله.

خدای اوه زامن او درې لوڼه ور کړل، علي وزیر یې څلورم اولاد دی.

له اتیا کلونو ډېر عم لري، خو ۱۳ کال مخکې یې خپل کور هغه وخت پرېښود چې دوه زامن، دوه لېورونه او دوه ورېرونو په ګډون یې د کورنۍ ۱۳ غړي ووژل شول.

۲۰۰۳ جولای کې زما زوی ووژل شول، بیا ۲۰۰۵ کې پنځه یو ځای ووژل شول.

هلته ازبک و، ځینې ځايي خلک هم ور سره ملګري شول، پوهېدم چې حکومت را وستلي دي.

واڼه کې شپږ سوه مشران ووژل شول.

علی وزیر

د عکس سرچینه، TWITTER

د عکس تشریح، که ټول خلک هم ختم شي، زه به له علي وزیر سره یم، د علي وزیر مور.

موږ له واڼه دېره اسماعیل خان ته لاړو، کرایې کور کې اوسېدو، د یوه زوی په تنخا مو ګوزاره کوله.

کور کې ټولې ښځې و، نه چا بازار لیدلی نه ښار، نه پوهېدو څه وکړو. له عملیاتو وروسته چې کور ته لاړو، تش میدان و.

ښځې غوڼدو ته راځي، خوندیتوب غواړي، اول وژل کېدې، له کورونو ووتلې اوس د عزت خبره ده.

زه له خپل زوی وزیر سره جلسې ته ځم.

وژل شویو بچیانو پسې مې زړه ژاړي، خو نه غواړم نور ووژل شو.

علي وزیر چې چرته ځي موږ هم ور سره ځو، علي وزیر نه درېږي، خپله لار نه پرېږدي، زه یې مور یم هرو مرو ور سره یم.

خپل حق غواړو

SANA EIJAZ

د عکس سرچینه، Sana Eijaz

د عکس تشریح، له څو دندو لرې شوم، خو بیا هم خلک وايي، ثنا احتیاط کوه.

ثنا اعجاز پېښور کې زېږېدلې، مور یې شاهد بېګم ټولنیزه فعاله وه، پلار یې د پاکستان تلوېزون کې کارمن و او د بوټو ملاتړی و.

کالج کې د باچاخان ټرسټ ایجوکېشن فونډېشن سره یو ځای شوم.

کله چې پوه شوم د پښتنو اتلانو په هکله نصاب کې څه نشته او ور سره توپیر کېږي، نو یو څه را کې پیدا شول.

ور سره مې جورنالېزم کې ماسټري وکړه، باچاخان مرکز کې مې دنده وه، لیکل مې هلة پیل کړل او ۲۰۱۳ کال له عوامي نېشنل ګوند سره ملګرې شوم.

په ارمي پبلېک سکول تر برید وروسه مې د کمېسون جوړېدلو او د پاک- چین اقتصادي لار کې د پښتنو د حق غوښتلو خبره وکړه، نیول شوې هم یم، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې هم یم.

تېر کال اسلام اباد کې د غورځنګ پرلت ته لاړم، ګوند کې د ځوانانو څانګې صوبايي مشره وم، خو هغوی خبرداری را کړ چې غورځنګ پرېږدم.

پی ٹی ایم

د عکس سرچینه، PTM

ما وویل، چې څوک د جمهوریت او عدم تشدد خبره کوي د هغو سره یم، اپرېل کې ګوند لرې کړم او پاکستان تلوېزون هم له دندې و اېستلم، زما پرضد له بره حکم شوی و.

تېر اپرېل پېښور کې له غونډې وروسته شرکت ګا په نوم ډلې هم وویل چې یا به د غورځنګ غړې یې یا زموږ.

سوات کې مې د ښځو اړوند پروژې سره کار کاوه، ایجنسۍ مې مخه ونیوله، هغه دنده مې هم له لاسه ور کړه او اوس یوازې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې یم.

عوامي نېشنل ګوند مې ځکه پرېښود او غورځنګ ته راغلم چې مزاحمتي سیاسي ډله جوړېدل غواړي، پارلماني ګوند نه دی، ځکه دې کې د هر چا خپله رایه ده.

جوماتونو، بازارونو او حجرو کې هڅې کوو.

خلک ښځې زغمي، خو د مخته تلو پرېکړه یې خپل لاس کې ده، اوس ډېر خلک غواړي چې ښځې هم دې هڅو کې ور سره ملګرې وي.

انلاین ځورول کېږو، تصویرونه مو ایډېټ کېږي، سوات کې یې زما بینر لګولی او لیکلي یې دي چې د را غړې یم.

sanna ejaz

د عکس سرچینه، Sanna Ejaz

بازار یا سفر کې چې خبرې کوم، خلک وېرېږي او وايي احتیاط کوه.

ویډیووې مو ایډېټ کېږي، ور سره خپه کېږو، جلسو کې هم را پسې یو څه ویل کېږي، له شپږو میاشتو راهیسې ویل کېږي ژوند دې خطر کې دی.

خو موږ د قانون چوکاټ کې حق غواړو، د وطن پرېښودلو خبره نه ده، د بېلتون خبره هم نه ده، موږ د حقونو ازادي غواړو.

زموږ لومړنۍ خبره دا ده چې څه ترهګري ده تر شا یې پوځ دی.

موږ دوی ته وایو د دې ثبوت سوات او وزیرستان دی.

پوښتنه را پیدا شوه چې پښتون وحشي دی؟

ویدہ

د عکس سرچینه، WEEDAH

د عکس تشریح، کورنۍ مې وايي، منظور په سمه دی، خو موږ د حکومت او دودونو خلاف کار نشو کولی.

زدکوونکې یم، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې یم، ویده مې د ټوېټر هېنډل دی، خو خپل اصلي نوم ښودلی نه شم، لامل یې د کورنۍ بندیز دی.

د بلوچستان یو، ماشومتوب مې وزیرستان کې تېر شوی، د ۲۰۰۶ کال جګړه کې بنو ته په پښو لاړو.

وزیرستان کې مې وسلوال د طالبانو مړي او نور لیدل چې له افغانستان یې راوړل او بیا به لویه غونډه ورته جوړېده.

پی ٹی ایم

د عکس سرچینه، PTM

د عکس تشریح، ډېر خلک خواله رسنیو کې دا هم نه وايي، چې د غورځنګ ملاتړي که مخالف دي.

چې لویه شوم سوال را پیدا شو چې ایا پښتون وحشي دی.

نقیب مسید چې ووژل شو له ډي اې خان پښتانه پورته شول.

کورنۍ مې وايي، منظور بد نشو بللی، خو د حکومت مقابل کې نشو درېدلی او نه دود پرېښودلی شو.

کله مې ایکاونټ هم بلاک کېږي بیا نوی کاونټ جوړوم.

پی ٹی ایم

د عکس سرچینه، PTM

داسې هم کېږي چې ورور ته مې زنګ وهل کېږي، یا مې ورور موبایل رانه اخلي او زما سره زور زیاتی کوي.

پلار مې وايي، کوم هېواد کې چې اوسو دلته داسې نشي کېدلی.

استخباراتو مې یوه پرچه هم ناکام کړه، له خصوصي نمبرو راته ګواښ کېږي چې ستا کارونه ستا او د کورنۍ لپاره ښه نه دي.

د ژوند حق غواړو

عصمت شاجہاں

د عکس سرچینه، Facebook

د عکس تشریح، له څلورو لسیزو وژل روان دي.

عصمت شاه جهان یم، د پښتونخوا د کرک ولسوالۍ یم.مزاحمتي سیاست او ازادخیال سیاست ماحول کې لویه شوې یم.

کرک، واڼه او کواټ کې له زدکړو وروسته مې پېښور پوهنتون ولوست. عمر مې ۵۶ کاله دی.

کله چې په ښه بد پوه شوم، د ضیاالحق واکمني وه، هر طرف وژل و، جنازې وې او د جهاد ماحول و.

پر ۱۹۸۳ کال زدکوونکي سیاست ته لاړل، زه د پښتون سټوډنټس فیدرېشن، ډيموکراټیک سټوډنټس فیدرېش سره وم، اوس د عوامي ورکز ګوند مرستیاله یم.

باشعوره مېرمنې پوهېږي چې د پښتون توکم وژنه راونه ده. دلته له ۶۰ تر ۷۰ زرو مدرسې دي، چې د همدې مېرمنو بچي پکې د جنګ تېل دي. دغسې حالت کې زموږ غږ پکار دی.

پښتون ژغورنې غورځنګ خپله روان غورځنګ دی، کله چې ۶۷ ماشومان په ماینونو ووژل شول، مسید ژغورنې غورځنګ پیل شو بیا ترې پښتون ژغورنه غورځنګ جوړ شو.

پی ٹی ایم

د عکس سرچینه، Twitter

د عکس تشریح، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړې له خیسوره پېښې وروسته شمالي وزیرستان ته لاړې، خو بکاخېل کمپ ته نه پرېښودل شوې.

د چا چې بچي وژل شوي، ورک شوي یا ټپي دي هغوی ور سره یو ځای دی. د سیاسی ګوندونو غړي، ټولنیز فعالان او اغېزمن خلک دي چې د حق غوښتنه کوي.

دوه زامن مې دي، نه هغوی او نه مې خاوند او نه مې هم مور پلار دا ویلي چې غورځنګ ته مه ځه، زما خوسر د ضیاالحق په وخت کې چې زما پروګرام نن سبا اورېده، نو خپل دوکان ته به یې خلک بلل.

دلته ښځه سودا اخیستلی شي، خو مزاحمتي سیاست نه د ښځې او نه هم د سړي لپاره اسان دی.

له څلورو لسیزو د وژلو او بېلولو دور دی. دا بې قانونه خبره ده چې بکاخېل کمپ کې ستا خلک بندیان وي، ته ورځې او نه دې ور پرېږدي.

دوی موږ ته غدار وایي، خو موږ وایو موږ نه بلکې تاسو غدار یاست.