تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د منظور پښتین خولۍ د حق غوښتنې پر سمبول بدلېږي؟
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د پښتنو د پرلت مشر منظور پښتین چې دا مهال په کوټه کې ناستې لري خواله رسنیو کې یې خولۍ مینوال پیدا کړي دي.
له څو ورځو راهیسې د ده خولۍ ته ورته ټوپۍ په سر کېږي او هر څوک ور سره خپل نظر څرګندوي چې ولې یې دا خولۍ رانیولې ده.
خو ځینې داسې کسان هم شته چې ډېرې خولۍ یې اخیستې او نورو ته یې ډالۍ کوي.
افغان انځورګر او مدني فعال حمدالله ارباب خپل فیسبوک کې داسې انځور خپور کړی چې هم یې خپله او هم یې څو ماشومانو ته د منظور پښتین په څېر خولۍ ور په سر کړې دي.
د پښتین فکر خپرول
نوموړی وايي د دې خولۍ په پسرولو سره د منظور پښتبن د فکر خپرول او له دې فکر د خلکو خبرول غواړي:
"پښتون د لر بر پښتون لپاره هیله ده. د دوی د زړه غږ دی. زه یې ملاتړی یم. په دې خولۍ سره له ده ملاتړ څرګندوم. غواړم خپل ولس مې منظور پښتین خپل سمبول وګرځوي."
هغه بي بي سي ته وویل، اته خولۍ یې ملګرو ته وېشلې: "نورې مې اخیستې چې کلي ته لاړم په ځوانانو یې وېشم او په دې سره د منظور پښتین له فکر ملاتړ څرګندوو. دا مهال پښتانه د سیمې او نړۍ د ځواکونو له خوا وژل کېږي، خو د اد خدای لورینه وه چې د باچاخان، خوشال خان او فقیر ایپي د افکارو ټولګې منظور پښتون په نوم یو ځوان سر پورته کړ او د دې ظلم پرضد یې غږ پورته کړ".
د پښتون ژغورنې سمبول
په ننګرهار کې خبریال اکمل ظاهر ترکي هم له یو بل ملګري سره په ګډه د منظور پښتین خولۍ ته په ورته ټوپۍ کې انځور اخیستی او ورته لیکلي یې دي:
"غواړو د پشتین دا خولۍ د پښتون ژغورنې سمبول وګرځوو او هر کله او هروخت زموږ سره دا فکر پاتې شي."
نوموړی وايي، ښار کې یې ډېره هڅه وکړه چې هوبهو د منظور پښتین په څېر خولۍ ومومي، خو چې ونه شوه همدا یې خپل ځان او یو بل ملګري ته رانیوله.
د ارزښتونو ژوندي کول
خو لیکوال او شاعر سعید زابلي په کابل کې دا خولۍ موندلې او ور سره لیکلي یې دي" د یو نر او باتور پښتون منظور پښتون په تقلید".
هغه وايي، د منظور پښتین له راپورته کېدو سره ګڼ هغه ارزښتونه چې په تېرو څلوېښتو کالو کې ننګول شوي وو، بېرته د ښه کېدو په لور روان دي.
"مثلاً بګړۍ دې وروستیو کې خورا ننګول شوې وه، خو د ده هغه غټه بګړۍ په سر کول لوی ابتکار و".
د نوموړي په خبره، نه یواځې له دې غورځنګ سره د پښتنو کلتور توکي بېرته را ژوندي کېږي، بلکې خواله رسنیو کې کوز پښتانه په خپله ژبه د زدکړو د حق ور کولو خبرې هم کوي.
منظور پښتین دا مهال په کوټه کې دی، تېره یکشنبه د ده د غورځنګ یوې مخکښې پیغلې وړانګې لواڼۍبي بي سي ته وویل، چې اوس د دوی غوښتنه یواځې ورک کسان موندل نه بلکې پښتنو ته په خپله ژبه د زدکړو حق ور کړل هم دي.
"پښتانه دې د خپل کلچر په ډول ومني، د زدکړو نظام دې په ځپله ژبه ور کړي او خپله جامه کې د ګرځېدو حق دې ور کړل شي چې هر څوک یې د پښتون په نوم وپېژني".
منظور پښتین د مارچ پر ۲۵ پېښور کې ناسته لري، له هغه وروسته اسلام اباد کې بیا پرلت کوي او وایي، چې غوښتنې یې منل شوې نه وي تر هغه به خپلې هڅې جاري او ساري ساتي.
نوموړي تېره پرورۍ له هغه وروسته اسلام اباد کې لس ورځنی پرلت وځنډاوه چې حکومت یې د غوښتنو پوره کولو ژمنه وکړه.
دوی له حکومت غواړي چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې ورک شوي پښتانه وسپارل شي، له وزیرستان ماینونه پاک کړل شي او د ترهګرو په پلمه پښتانه نور ونه وژل شي.