امنیت شورا له افغانانو څه پیغام ترلاسه کړ؟

د عکس سرچینه، ارگ
- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځلس کسیز پلاوي د جنورۍ له ۱۳ تر ۱۵ افغانستان ته سفر درلود.
دغه پلاوي تېرو ورځو کې د پارلمان، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له غړو، د مېرمنو له استازو، ټاکنو کمېسونونو او همدارنګه د انساني حقونو ادارو سره لیدنې درلودې.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونه مرستندویه اداره یا یوناما دا لیدنه یو چانس بولي چې پکې دغه پلاوي د افغان دولت او خلکو او همدارنګه سولې، ثبات او پرمختګ لور ته د دوی له هڅو پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صیقل هم د دې پلاوي ملګرتیا کوله.
نوموړي بي بي سي ته وویل، د امنیت شورا غړو له ټولو لیدنو تر ټولو مهم پیغام دا ترلاسه کړ چې اول ګام کې د افغانستان د تاوتریخوالي بهرنیو عواملو ته رسیدګي وشي، په تېره هغو پټنځیو ته چې د افغانستان ګاونډ (پاکستان) کې شته:
"امنیت شورا کې داسې څوک پیدا نه شول چې ووايي، پاکستان کې د ترهګرو پټنځي نشته".
په دې لیدنو کې د پاکستان توپخانو ته هم اشاره وشوه، چې له ډیورنډ کرښې سره پرتې سیمې په تېره کونړ او ننګرهار سرحدي ولسوالۍ په نښه کوي.
ولسمشر غني هم د امنیت شورا پلاوي سره لیدنه کې ویلي، چې له پاکستان سره د اړیکو ښه کولو هڅې وشوې، خو سیمه ییزه همکارۍ کې د پاکستان له لوري مثبته نتیجه نه لري.
د ارګ بیان وايي، چې نوموړي له افغانستان بهر د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو د ملاتړ، روزنې او چارو په هکله سندونه د امنیت شورا غړو ته ور کړل".
له امنیت شورا غړو سره لیدنه کې مختلفو افغان لورو دا غوښتنه هم کړې چې په وسلوالو ډلو بندیزونه زیات شي او د مالي او روزنې مخنیوي ته یې پام وشي او ډېر وڅارل شي.
پر ټاکنو ټینګار
د امنیت شورا له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانانو ټینګار په دې هم و، چې څنګه ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنې رڼې او باوري وشي.
محمود صیقل وايي، مختلف اړوخونه په دې باور و چې ټاکنې یواځنی شی دی چې راتلونکو حکومتونو ته رواتوب ور کوي، ځکه دې په دې برخه کې هم کورنۍ او هم بهرنۍ اړوند ټولنې جدي کار وکړي.
د امنیت شورا ژمنه او غوښتنه

د عکس سرچینه، ارگ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه ژمنه دا وه چې له افغانستان سره د امنیت او پرمختګ په برخه کې مرستو ته ځانګړي پام وکړي او خپلو کې - هغه که پړاویز غړي دي او که د ویټو غړي- د افغانستان په اړه تفاهم او همکاري ډېره کړي.
افغانستان ته د دغه پلاوي تر راتلو مخکې د متحده ایالتونو د ملي امنیت سلاکار دې شورا ته د افغانستان په تړاو وینا درلوده.
د مک ماسټر له خبرو وروسته د روسیې استزي واسیلي نبنزیا افغانستان کې د روسیې او امریکا همکاري ضروري بللې وه.
افغانان هم په دې باور دي چې د مهمو قدرتونو همکاري د دغه هېواد کړکېچ اوارولی شي.
خو افغانستان ته د پلاوي سفر په داسې مهال دی چې افغان حکومت له خپلمنځي ناندریو سره مخ دی.
ولسمشر د بلخ والي له دندې ګوښه بولي، خو هغه لا هم ځان واکمن بولي. دا ډول د کندهار امنیه قومندان وايي، چې څوک یې له دندې لرې کولی نه شي.
محمود صیقل وایي، له افغان لورو سره په لیدنه کې د امنیت شورا غړو پر یو موټي افغانستان او د افغانانو پر یووالي ټینګار کاوه.
"د دوی ټینګار دا و چې داسې کار ونه شي چې د افغانانو ترمنځ درز را منځ ته کوي".
بله ناسته

د عکس سرچینه، اجرایه ریاست
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان او منځنۍ اسیا د امنیت او پراختیا په هکله د جنورۍ پر ۱۹ ځانګړې ناسته لري چې د بهرنیو چارو وزیران به هم پکې وي.
محمود صیقل باوري دی چې د امنیت شورا مشر به هلته اعلامیه خپره کړي او تر ډېره به دا اعلامیه په دې وي چې پراختیا پر امنیت او امنیت پر پراختیا څه مثبت اغېز لري:
"په ناسته کې به پر دې خبرې وشي، چې د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ اقتصادي او پراختیايي همکاري څنګه داسې ښه بېلګه کېدلی شي چې نور هېوادونه هم ور سره یو ځای شي".
د امنیت شورا پړاویز مشر خیرات عمروف هم کابل ته تر راتلو مخکې له خبریالانو سره مرکه کې له سیمې سره د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر زیاتېدلو ټینګار کړی و.
نوموړی په دې باور دی چې اقتصادي اړیکي، پرمختګ او امنیت پر یو بل اغېز لري.








