تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایراني هېکرانو "د سلګونو پوهنتونونو معلومات" پټ کړي
امریکا د سایبري برید په تور په یوه ایرانۍ کمپنۍ او لسو کسانو بندیز ولګاوه، په دې سایبري بریدونو کې په سلګونو پوهنتونونه په نښه شوي دي.
په مبنا موسسې تور دی چې ۳۱ ټیرا بایټه "مهم زهني ملکیت او مواد" یې غلا کړي دي.
د امریکا د عدالت اداره وايي چې دې کمپنۍ په نړۍ کې د ۳۲۰ پوهنتونونو، په لسګونو کمپینو او د امریکا د حکومت د ځینې برخو معلومات غلا کړي دي.
د امریکا مالیې وزارت وايي، په کومو کسانو چې بندیز لګېدلی، په هغو کې د مبنا کمپنۍ دوه بسټګر هم دي په امریکا کې د دوی شتمني هم کنګل شوې ده.
د امریکا مرستیال لوی څارنوال روډ روزنسټین خبر غونډې ته وویل، تورن ورک دي.
د رویټرز خبري اژانس د رپوټ له مخې، هغه دا هم وویل، که دا کسان له ایران بهر ځي، نو په سلو ډېرو هېوادونو کې امریکا ته سپارل کېدلی شي.
مبنا موسسه څه کوي؟
مبنا موسسه ۲۰۱۳ کال کې جوړه شوې او امریکا دعوه کوي چې د ایران څېړنیزو ادارو ته د معلوماتو پټولو کې د مرستې لپاره رامنځ ته شوې ده.
په دې کمپنۍ تور دی چې د امریکا د ۱۴۴ او د برتانیا، جرمني، کاناډا، اسراییل او جاپان په ګډون د ۲۱ هېوادونو پر ۱۷۶ پوهنتونونو یې سایبري بریدونه کړي دي.
د امریکايي چارواکو له بندیز لږ وروسته برتانیا هم وویل، چې مبنا موسسې په دغه هېواد کې هم پر څو پوهنتونونو سایبري بریدونه کړي دي.
امریکايي چارواکي وايي، دې موسسې د یو لک پوهاندانو( پروفیسرانو) برېښنالیکونه په نښه کړي، چې یواځې اتو زرو ته ور ننوتلې ده.
غلا شوي مواد چرته کارول شوي؟
امریکا دا یو نړیوال سازش بولي او وايي له حکومتي مرستې پرته داسې هېکېنګ نشي کېدلی.
روډ روزنسټین هم وايي، چې له دې کمپنۍ سره ایراني حکومت په تېره د ایران سپاه پاسدران مرسته کړې ده.
امریکايي چارواکي دا هم وايي، چې دې هېکرانو د امریکا ځینې ادارې او ملګري ملتونه هم په نښه کړي دي.
دوی دا هم وايي، چې غلا شوي مواد د سپاه پاسدران په ګټه کارول شوي او دا ډول د پوهاندانو غلا شوي مواد په دوو وېبپاڼو کې پلورل شوي او له دې لارې خلکو له ایران بهر پوهنتونونو او اینټرنېټي مجلو او کتابتونونو ته لاسرسی درلودلی شو.