لوړې زده کړې: د افغانستان په اکاډمېکه کورنۍ کې نااعلان شوې جګړه

    • Author, پوهنیار محمد تنها
    • دنده, د جرمني هانوور پوهنتون

په ۲۰۱۱ کې د جرمني اکاډمیکو همکاریو ادارې ملګرو په کابل کې له ما وغوښتل چې د یوڅه مودې لپاره دې هرات پوهنتون ته د تدریس په پار لاړ شم، ما ته دې خبرې چندانې خوند را نه کړ او وړاندیز مې زړه نا زړه رد کړ، د خوند نه راکړې دلیل یې دا وو چې نه یوازې د کابل او هرات پوهنتونونو بلکې د افغانستان ټولو پوهنتونونو او اکاډمیکو ادارو کدري کارکوونکي یو له بل سره په یوه نا اعلان شوې جګړه کې ښکېل دي.

د افغانستان ستر او زاړه علمي مرکزونه ډېری وخت د داسې عمر خوړلو کدرونو په اوجره بدل شوي چې په انټرنېټ او نړیوالو خصوصاً انګرېزي ژبې نه پوهاوي دوی څنډې ته کړي او علمي کار یې په نشت حساب دی.

دې علمي انزوا دوی دې ته اړ ایستي چې له هرهغه چا او ادارې سره دښمني وکړي چې د څېړنو عصري وسایلو په کارونې باندې پوه او په نړیوالو ژبو د اخځلیک په اخیستلو کې ستونزه و نه لري.

له بلې خوا په تېرو څو لسیزو کې د بل هر ځای په شان د افغانستان اکاډمیکې ادارې هم د احزابو او ډلګیو تر منځ وېشل شوي، که څه هم فکري اختلاف باید د علمي کار خنډ و نه ګرځي خو متاسفانه زموږ په علمي مرکزونو کې د خنډ ستر لاملونه فکري او حزبي اختلافات وي.

ځینو هغو ته چې د کمونیستي نظام په وخت کي یې زدکړې کړي مجاهد او دین پلوو ته بې منطقه او ساده ښکاري او هغه چې بیا د مجاهدینو او له هغه وروسته نظامونو کې راغلي پخوانیو هغو ته سرناخلاصي او ماشیني ښکاري.

هره ډله هغه ایډیالوژي سمه بولي چې د دوی درسي چاپېریال باندې حاکمه وه، له عربو او ګاونډیو هېوادونو راغليو ځینو کدرونو ته یوازې عربیزم ښه ښکاري او له غربه راغلیو هغو ته یې یوازې غربېزم، په داسې حال کي چې دواړه ناسم او ټولیزه پرېکړه کوي.

دې چارې آن د چپټرونو او کتابونو په لیکلو کې هم ستونزې را منځ ته کړې، د بېلګې په ډول که چېرته کمونيست پلوه کدرونه د ډاروین تیوري باندې څه لیکي نو هڅه کوي چې د تفریط او فکري غچ اخیستنې له وجهې د ډاروین تر تیوري هاخوا ووځي او که مجاهد پلوه بیا په دې تیوري څه لیکي هغه بیا نو د افراط له وجهې دا مسئله چورلټ حماقت بولي.

د جهاد وختونو کې به آن له د لمړیو ټولګیو حساب زدکړې د مرمیو، مړیو او وسلو په شمېر باندې کېدلې چې دې چارې آن تر اوسه زموږ نسلونه جنګي، احساساتي او آن حرفوي قاتلین ګرځولي.

تراژیدي له همدې ځایه پېلېږي چې ساینس ته خلک د خپلو عقیدوي او حزبي درڅو له چولې وګوري، په داسې وخت کې ساینس خپل ماهیت او علمي لیکنې خپله منځپانګه دلاسه ورکوي، پوهنتونونه او علمي مرکزونه په لوی لاس د افراطیت په لور کشول کېږي.

یوه ملګري استاد مې دا څو ورځې مخکې سر ټکاوه چې د افغانستان یوه ستر او نامتو پوهنتون د ټولګي په څوکیو لیکل شوي "داعش زنده باد" آیا دا پوښتنه چا وکړه چې دا فکر له کومه را منځ ته شو او چا تر پوهنتون پورې را ورساوه؟

خو همدې بنسټپاله استادانو د هغه بل غرب پاله استاد څخه د غچ اخیستنې او د خپل فکري ګروپ پنځونې په پار په لوی لاس دا فکر د پوهنتون تر ټولګي پورې را رسولی.

له بده مرغه چې یو وخت به مو په پوهنتونونو کې د مارکس او لېلن صفتونه کول، نن د ترهګرو ډلو کوو چې په دې اړه نظر څه آن له ځان سره هم خبره کول ستره ټابو ده چې باید ماته شي، دا حالت زموږ اکاډمیکې مینځپانګې خوساتوب پیغام راکوي، که یې مخه و نه نیسو ملت په لوی لاس ډوبوو.

په نړۍ او آن ګاونډيو اسلامي هېوادونو کې د ساینس او څېړنو د پراختیا او پرمختګ یو راز دا دی چې د هرې عقیدې او باور خلک په علمي موضوعاتو سره همغږي دي او که چېرې همغږي هم نه وي لږ تر لږه یو بل ته غوږ نیسي.

فکري وده او زغم

خپل فکري، اختلاف ته ناپوه او احساساتي ځوانانو پورې ټولګي ته نه را ځغلوي، همدا یو بل ته غوږ نیول او په یوه موضوع باندې له مختلفو اړخونو موافق او مخالف نظر ورکول د دې لامل کېږي چې یوه مثبت پرمختګ ته لاره هواره کړي.

په دې تړاو جرمنی فیلسوف هیګل وايي چې د نظر ورکړه او مخالفت فکري وده او پرمختګ را منځ ته کوي. له بده مرغه زموږ ټوپکوالو ډلو په شان زموږ د اکاډمیکې کورنۍ غړۍ هم دېته لېواله نه دي چې یو بل واوري او وزغمي.

د نړۍ او سیمې په ټولو سترو او وړو علمي او څېړنیزو مرکزنو کې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو علمي سمینار وي چې یو همکار خپل علمي کار نورو همکارانو او یا هم آن د بل ښار یا هېواد ورته څېړنیز ګروپ ته وړاندې کوي، دا چاره د یوه اکاډمیک کارکوونکي او څېړونکي د ورځنیو دندو څخه یوه ده خو په افغانستان کې دا دود هر چا ته نا آشنا ښکاري.

د افغانستان اکاډمیکو ادارو د ډېریو په اصطلاح علمي سمینارونو کې چې په غیر نړیوال کیفیت یوازې د علمي رتبې اخیستلو په پار تر سره کېږي د ګډون بلنې څخه وروسته د ګډونوال لومړنۍ پوښتنه دا نه وي چې موضوع څه او په کوم میکانیزم څېړنه پرې شوې، بلکې موضوع دا وي چې چای او ډوډۍ په کې شته او کنه؟ که دا نه وي په کې نو آن د ډېرې مهمې علمي څېړنې لپاره هم څوک لس دقیقې خپل وخت نه ورکوي.

زما ښه په یاد دي چې ما یو وخت له یوې اکاډمیکې او څېړنیزې ادارې وغوښتل چې زه به ورشم او خپلې څېړنپایلې به ورسره شریکې او د دوی نظرونه به پرې واخلم خو د ادارې مشر راته وویل چې انډیواله دلته ټول په شخصي پوهنتونونو کې په تدریس بوخت دي، څوک نه درته کېني هسې خپل ځان مه په عذابوه.

د حسادت ناروغي

بله مسئله چې د افغانستان اکاډمیکې کورنۍ غړي یې په داسې نااعلان شوې جګړه کې ښکېل او یو له بله سره پاشلي دي په افغاني ټولنه کې د حسادت ناروغي ده، آن زموږ په اکاډمیکه کورنۍ کې تر ډېره د یو چا منډې ترړې نه یوازې چې نه ستایل کېږي بلکې غندل کېږي، په ټیټه سترګه ورته کتل کېږي، هڅه کېږي کار یې بې ارزښته وښوول شي او داسې وښيي چې دا کس د خپل ځان د مشهورولو په پار لګیا دی.

آن فرض یې کړه چې د ځان په مشهورتیا هم لګیا وي مګر کار ته خو یې باید کار وویل شي ځکه انسان د پرمختګ په پار هڅونې ته اړ دی، ما له ډېرو ملګرو او آن اکاډمیکو همکارانو اورېدلي چې زما او ماته ورته نورو ملګرو غږ پورته کول یې یوازې د ځان په ګټه د فېسبوکي شهرت په پار هڅه بللې.

دا په داسې حال کې ده چې دوی په خپله په دا ټولو ناخوالو خبر وي خو د ځان او موقف ساتنې په پار له ډاره خوله نه چوله کوي چې دا چاره په خپله د همدې تراژیک حالت غځونې بله غیر ارادي هڅه ده.

له فکري پلوه فلج

دا او دېته ورته چارو د افغانستان اکاډمیکه کورنۍ په بشپړه توګه فلج کړې.

اوس د څېړنیزو مقالو او په نړیوالو څېړنیزو فورمونو کې د فعالې ونډې پېر دی، د یوه هېواد اکاډمیکه سویه د هغه له نړیوالو کلنیو چاپ شویو څېړنپاڼو څخه ښکاري چې له بده مرغه موږ په دې برخه کې په نشت حساب یوو.

زه یو وخت د خپلې یوې څېړنپاڼې مقدمې لیکلو لپاره په افغانستان کې د سمڅو اوسېدونکو وګړو شمېر اخڅلیک پسې ګرځېدم، د بي بي سي له یوه ریپوټ پرته مې هیڅ علمي اخځلیک نه وموند.

دې ته ورته په هره برخه کې همداسې د کره څېړنیزو مالوماتو بحران لرو.

ګاونډي هېوادونه او موږ

زموږ ګاونډي هېوادونه په نړیوالو څېړنیزو مجلو کې په کال کې له ۵۰۰۰ څخه نیولې تر ۱۰۰۰۰ پورې څېړنیزې مقالې خپروي، له ټولنیز ساینس څخه نیولې بیا تر طبیعي ساینس پورې څېړونکي یې په نړیوالو کانفرانسونو، سمینارونو او غونډو کې برخې اخلي، څېړنې وړاندې کوي او اکاډمېکې اړیکې تامینوي خو موږ چې کله هم په لس کاله کې یوې څېړنیزې او علمي ناستې ته ولاړ شو نو وخت یوازې په چکر او منظرو تېروو.

زه له ډېرو افغان همکارانو سره په ځینو پوره او نیمه څېړنیزو او تخنیکي سفرونو تللی یم، متاسفانه زموږ ونډه هر وخت یوازې د چکر او تفریح تر بریده وه، دا ځکه چې موږ علمي منځپانګه نه لرو، موږ علمي او څېړنیز کار نه دی کړی او د فکري انحراف طیف مو د نړۍ هېڅ هېواد له طیف سره اړخ نه لګوي.

موږ له نړۍ سره په اکاډمیکه ژبه نه پوهېږو، موږ اصلاً د وینا لپاره له سره څه نه لرو. دا پورته هر لیکل شوي څه د ټولو په اړه نه دي.

که د افغانستان اکاډمېکې کورنۍ تر منځ دا نااعلان شوې جګړه ختمه نه شي، که موږ لومړی په کور دننه بیا د سیمې او نړۍ په کچه د علمي ناستو او راکړې ورکړې پلونه و نه رغوو، که چېرې موږ په خپلو اکاډمیکو ادارو کې لږ تر لږه د فکري اختلاف زغم او علمي پرمختګ هڅو ستاینو ته لاره هواره نه کړو نو بویه چې تر قیامته به مو د سوال لاس بل ته غځولی وي.

که موږ اکاډمیکه کورنۍ سره پخلا نه کړو له ټوپکماره مو د پخلا کېدو تمه غیر منطقي ده.

زه په دې هیله یم چې د لوړو زدکړو وزارت او نورې اکاډمیکې ادارې به د نوي کال په بودیجه کې په کوردننه، سیمیزې او نړیوالې اکاډمیکې راکړې ورکړې په پار ځانګړې بودیجې ته ځای ورکړي.