"خلک د غمجنو او منفي خبرونو لوستلو ته لېوالتیا نه لري"

د عکس سرچینه، Getty Images
رویټرز انسټیټیوټ وايي، په وروستیو کلونو کې له خبرونو ته لېوالتیا په چټکۍ سره کمه شوې. د دغه بنسټ په ربوټ کې ویل شوي، خلک د اوکرایین جګړې د پېښو په څېر له وېرونکو خبرونو ډډه کوي.
یوه نړیواله څېړنه ښیې، په تېرو شپږو کلونو کې د هغو خلکو شمېر چې په جدي توګه یې خبرونه څارل، له څلور یوه برخه یې کم شوی دی.
د اکسفورډ پوهنتون د رویټرز انسټیټیوټ د رپوټ پر بنسټ، اوس د نړۍ شاوخوا ۴۸ سلنه خلک په جدي توګه خبرونه څاري او لېوالتیا ورته لري. په داسې حال کې چې په ۲۰۱۷ کال کې دا شمېره۶۳ سلنه وه.
په بریتانیا کې، دا تناسب په منځني ډول ۴۳ سلنه دی چې له نړیوال انډوله هم ټیټ دی.
په ټوله نړۍ کې له درېیو یوه برخه خلکو (شاوخوا ۳۶٪) ویلي، دوی ځینې یا ډېری وخت په شعوري توګه له خبرونو ډډه کوي.
د رویټرز انسټیټیوټ څېړونکو په وینا، داسې شواهد شته، چې اورېدونکي "په اوکرایین کې د جګړې او ورځني ژوند د لګښتونو د ډېرېدو له خبرونو ډډه کوي او پر ځای یې خپل رواني روغتیا ساتلو ته پام کوي."
دا رپوټ ښیې چې په دودیزه توګه د تلویزیونونو او چاپي رسنیو کارول مخ په کمېدو دي او انلاین کارونکي هم د پخوا پرتله لږ خبرونو ته ځي او خبرونو ته کمه لېوالتیا ښیې.
له هرو لسو کسانو څلور یې (۴۰٪) ویلي، ډېری وخت په زیاتره خبرونو باور لري، چې دا د تېر کال پرتله نژدې دوه سلنه کموالی ښيي.
په بریتانیا کې، بي بي سي د خبرونو ترټولو باوري سرچینه ده.
په دې رپوټ کې دا هم ویل شوي چې تر نیمايي زیات (۵۶٪) خلک چې په سروې کې یې برخه اخیستې، د انلاین خبرونو د حقیقت او درواغو د توپیر په اړه اندېښمن دي، چې د پخوا پرتله دوه سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
د ټېک ټاک راڅرګندېدل

د عکس سرچینه، PA Media
د خبرونو لپاره تر ټولو مهمه ټولنیزه شبکه اوس هم فېسبوک ده، که څه هم د پخوا په څېر یې هرکلی نه کېږي. په تېرو اوو کلونو کې، د هغو خلکو شمیر چې هره اوونۍ فېسبوک ته د خبرونو لپاره ځي، له ۴۲ سلنې څخه ۲۸ ٪ ته ټیټ شوی دی.
د ټېک ټاک او انسټاګرام کارول هم ډېر شوي. اوس انسټاګرام د شاوخوا ۱۴ ٪ خلکو لپاره د معلوماتو سرچینه ده او شپږ سلنه خلک بیا د دې موخې لپاره ټېک ټاک کاروي.
خو د ځوانانو تر منځ یې د کارولو کچه لوړه ده. د هغو ځوانانو چې عمرونه د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ دي، ۲۰ سلنه یې خبرونه د ټیک ټاک له لارې څاري، چې د تېر کال پرتله نژدې ۱۵٪ ډېروالی پکې ښکاري.
رپوټ وايي "ټېک ټاک د ټولنیزو شبکو ترمنځ تر ټولو ګړندۍ وده کړې ده."
په ټولنیزو شبکو کې د خبرونو او پوسټونو خوښول، شریکول او پرې تبصرې هم کمې شوې دي.
په بریتانیا کې یوازې شاوخوا لس سلنه خلک د ټولنیزو رسنیو "فعال کارونکي" ګڼل کېږي، چې ډېری یې د لوړ عمر خلک دي. دوی سیاسي نظرونه او باورونه لري او په عمومي توګه د عامو خلکو پرتله ډېر لوستي دي.
وروسته له هغه چې ایلون ماسک ټوېټر واخیست، دا ټولنیزه شبکه د خبرونو په سر کې شوه، خو داسې ښکاري چې د دې ټولنیزې شبکې د کارولو په شمېر کې کوم بدلون نه دی راغلی. "خلک د غمجنو او منفي خبرونو لوستلو ته لېوالتیا نه لري."










