د هندي فلمونو ستوري سوشانت سېنګ راجپوت "ځان وژنه کړې"

د هندي فلمونو یو تر ټولو نامتو ستوری، سوشانت سېنګ راجپوت، په ممبی ښار کې په خپل اپارتمان کې مړ موندل شوی دی. د ممبی ښار پولیسو وایي، داسې ښکاري چې ۳۴ کلن سوشانت ځان وژنه کړې ده.

سوشانت په تلویزیوني خپرونو او فلمونو کې نوم کړی و، خو د شهرت لوی لامل یې د (اېم اېس دهوني: ناویلې کیسه) په نامه هغه فلم و چې ده پکې د هند د کرېکټ اتل مهېندر سېنګ دهوني رول لوبولی و.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي سوشانت ته خپل درناوی وړاندې کړی او هغه یې یو داسې تکړه ځوان ممثل بللی چې دېر ژر له دې نړۍ ولاړ.

سوشانت د هند په ختیځ بیهار ایالت کې زېږېدلی و او د فلمونو او نڅا د شوق لپاره یې د انجینرۍ پوهنځي نیمایي کې پرېښود.

په بالیووډ سینما کې د نوموړي لومړی رول په ۲۰۱۳ کال کې د (کای پوچې) په نامه فلم کې و، چې د برلېن فلمونو په فیستیوال کې هم وستایل شو.

د سوشانت وروستی فلم د (چیچورې) په نامه و چې تېر کال نندراې ته وړاندې شو. د دې فلم ډایرکټر نیتېش تیواري ویلي، همدا تېره اوونۍ یې سوشانت سره خبرې کړې وې.

سوشانت د جون میاشتې پر ۳مه نېټه پر انسټګرام، چېرې چې ده تر لس میلیونو ډېر مینه وال درلود، په خپل وروستي پوسټ کې د خپلې مور یو عکس خپور کړی و.

سوشانت له دې عکس سره لیکلي وو: "له اوښکو د ماضي تت انځور راپورته کېږي". د نوموړي مور په ۲۰۰۲ کال کې هغه مهال مړه شوې وه چې دی لا زلمی و.

د سوشانت پخوانۍ منجره، ۲۸ کلنه دیشان سالیان هم تېره اوونۍ په ممبی کې د یوې ودانۍ له څوارلس پوړه لاندې ولوېده او مړه شوه.

د دیشان له مړینې وروسته سوشانت راجپوت لیکلي وو: "سخت ځوروونکی خبر دی. زما خواخوږي د دیشان له کورنۍ او ملګرو سره ده. ستا روح دې په ارام وي".

د نړۍ په لر او بر کې د بالیووډ سیمنا مینه وال به په داسې حال کې د سوشانت راجپوت په مړینه ویر کوي چې همدا تېره اپرېل میاشت کې د ریشي کپور او عرفان خان په څېر دوه لوی هنرمندان هم مړه شول.