د شاه رخ خان لور فلمونو کې تمثیل کوي؟

    • Author, نصرت جهان
    • دنده, بي بي سي لندن

د هند فلمي نړۍ بالیووډ کې نن سبا داسې ګنګوسې دي، چې ګواکې د شاه رخ خان لور سهانه فلمي نړۍ ته د راتګ لپاره چمتووالی کوي.

سهانه له دې مخکې هم په عام محضر کې فعاله ده او داسې ویل کېدل، چې له لومړي سره یې فلمونو ته د تګ هوډ درلود.

پلار یې شاه رخ خان هم دا خبره کړې، خو نوموړی وايي، لومړی باید ماشومان زده کړې بشپړې کړي.

دا وروستیو کې د شاه رخ خان مېرمن ګوري خان ویلي، یوې مجلې سهانه ته د تصویرونو وړاندیز کړی او هغه ورته ډېره خوشحاله ده.

داسې ښکاري، چې یوه بله بالیووډ ستورې ځلېدو ته چمتو کېږي.

بل لور ته د هند فلمي نړۍ مشهور ممثل عرفان خان د ناروغۍ خبرونو چې ګڼ شمېر بریالیو فلمونو کې یې رول درلود، تېره اونۍ د هغه مینه وال او همکاران خواشیني کړل.

عرفان خان د هندي فلمونو تر څنګ د هالیووډ فلمونو کې هم رول لوبولی دی.

مخکې د نوموړي ناروغۍ په اړه بېلا بېلې ګنګوسې وې او هغه ویلي و، چې د معایناتو له بشپړېدو وروسته به مینه والو ته بشپړ معلومات ورکړي.

اوس عرفان خان پر ټویټر پاڼه یوه پیغام کې ویلي، چې په نیورو ایندو کراین ټیومر ناروغۍ اخته دی. هغه خپل پیغام کې لیکلي، دا منل ورته ګران دي، خو د خپلو خپلوانو او مینه والو د دعاګانو له برکته دغې ناروغۍ سره د مبارزې هوډ ورپه برخه دی.

نیورو ایندو کراین ټیومر د ټیومرونو هغه ډول دی، چې د بدن نورو برخو ته هم غځېدل کېدای شي.

دا معلومه نه ده، چې د عرفان خان ناروغي کوم پړاو ته رسېدلې، خو فلمي صنعت کې یې د همکارانو تر څنګ ګڼ مینه وال هم د روغتیا لپاره دعا کوي.