هندی سیاستوال: د فیلمي ستورې دیپیکا پاډوکون وژونکي ته به جایزه ورکړي

پدماوتي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ممثلې دیپيکا پاډوکون مخکې ویلي و نندارې ته د فلم وړاندې کېدو پر وړاندې کوم خنډ نه ویني

د هند واکمن بي جي پي ګوند یوه غړي د تېرې یکشنبې پر ورځ ویلي، هغه چا ته به ۱۰۰ میلیونه روپۍ ډالۍ ورکړي، چې د دغه هېواد فلمي ممثلې دیپیکا پاډوکون ووژني.

هریانه ایالت کې د بهارتیه جنتا ګوند یوه مشر سورج پال امو چې د ګوند رسنیزې ادارې مسوول هم دی، د (پدماوتي) نومي فلم جوړونکي سنجې لیلا بهنسالي پر سر جایزه ایښې.

پر فلم ولې اعتراض؟

مخکې داسې ویل کېدل چې د دسمبر پر لومړۍ نېټه به دغه فلم نندارې ته وړاندې شي، خو ورورسته یې جوړونکي دغه چاره وځنډوله، ځکه راجپوت توکمپال سخت دریځي د دغه فلم د مرکزي کرکټر او فلم پر کېسې اعتراضونه کوي او د هند لر او بر کې د فلم خلاف پراخې مظاهرې وشوې.

د راجپوت توکمو ټولنې 'کرنې سینا ' ویلي، دغه فلم کې د 'پدماوتي ' نومې ملکې کردار په ناسم ډول انځور شوی دی.

سخت دریځو لومړی د فلم پر کیسه نیوکې وکړې، وروسته یې د ممثلې پاډوکون د پزې پرې کولو خبره وکړه او بیا یې د هغې او فلم جوړونکي د وژنې بدل کې د انعام ورکولو څرګندونې وکړي.

پدماوتي څوک ده؟

ویل کېږي د فلم کیسه د ۱۶ پېړۍ پر 'پدماوتي ' نومې حماسي نظم راڅرخي.

پدماوتي

د عکس سرچینه، TWITTER/DEEPIKAPADUKONE

د عکس تشریح، د علاوالدین خلجي رول رنویر کپور لوبولی

دغه نظم د یوې پۍ مخې زړورې راجپوت توکمه ملکې نکل کوي، چې د ډیلي سلطان علاوالدین خلجي په لاس له نیول کېدو د ځان وژنه غوره بولي.

که څه هم د دغې کیسې کره والی کوم ثبوت نه لري او مورخین د پدماوتي کردار د یوه شاعر پنځونه بولي، خو د نظم ډېر تکرار له کبله د تاریخ یوه رښتینې تاریخي کیسې په نظر ورته کتل کېږي.

دغه نظم د هغې زمانې یوه صوفي شاعر ملک محمد جائسي لیکلی و.

پدماوتي

د عکس سرچینه، TWITTER/DEEPIKAPADUKONE

د عکس تشریح، پدماوتي د ۱۶ پېړۍ یوه صوفي شاعر د نظم کردار دی

د نظم مرکزي کرکټر ملکه 'پدمني ' ده، چې له علاوالدین خلجي د 'خپل عزت ساتلو لپاره ' اور ته ټوپ وهي.

د تاریخ پوهانو په خبره د فلم مرکزي کرکټر یو خیالي شخصیت دی او داسې هېڅ تاریخي شواهد نه شته، چې ګواکې رښتیا داسې څه شوي دي.

علاء الدین خلجی ۱۲۹۶ کال کې د ډیلي ټولواک شو او په یاد فلم کې رنویر سینګ د خلجي رول لوبولی دی.

له علاوالدین خلجي سره ناانصافي شوې؟

پر دغه فلم یوازې راجپوت هندوان نه بلکې یو شمېر تاریخپوهان هم نیوکې کوي. د هند مشهور علي ګړ مسلم پوهنتون د تاریخ څانګې مشر تاریخپوه سید علي ندیم رضوي وايي:

''فلم کې د پدماوتي پر خیالي کردارد خو ټول نیوکې کوي، خو بهنسالي (فلم جوړونکي) اصلي ناانصافي له علاوالدین خلجي سره کړې ده. ''

پدماوتي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د فلم خلاف پراخ لاریونونه شوي

نوموړی وايي ''فلم کې د خلجي پاچا شخصیت داسې ښوول شوی، چې ګواکې ظالم، وحشي او بې زړه سوي واکمن و، نه یې خوراک زده و او نه یې مناسب کالي اغوستل، خو حقیقت دا دی، چې خلجی د خپل مهال یو ډېر مهذب شخصیت و او داسې ډېر څه یې کړي، چې اوس یې هم اغېز لیدل کېږي. ''

پروفیسر رضوي وايي، 'علاءالدین خلجی لومړنی واکمن و، چې د هند بازارونو کې یې بیې کنترول کړې، ځايي خلکو ته یې حکومت کې ونډه ورکړه او ډیلی یې د مغلو له بریدونو خوندي وساته. '

خو د نوموړي په اړه دا هم ویل کېږي، چې د خپل تره او ډیلي سلطان جلال الدین خلجي له وژلو وروسته یې واک تر لاسه کړ.

دیپیکا پاډوکون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دیپیکا پاډوکون په دغه فلم کې د هندو ملکې رول لوبولی