تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پاکستانۍ فلمي لوبغاړې ماهره خان او رنبیرکپور جنجالي عکس
- Author, نصرت جهان
- دنده, بي بي سي لندن
پاکستانۍ فیلمي لوبغاړې ماهره خان او د هندي فیلمي لوبغاړي رنبیر کپور په جوړهيي عکسونو بېلابېلې تبصرې روانې دي.
یو شمېر رسنیو یادو انځورونو ته په کتو د دوی د خپلمنځي اړیکو په اړه عجیبې او غریبې کیسې هم لیکلې دي.
رسنیو له یادو عکسونو سره د ماهره خان او رنبیر کپور یوه پخوانۍ ویډیو هم مله کړې چې دواړه پکې بحث کوي.
پوښتنه دا ده چې له انځورونو او یوې عادي ویډیو د انسانانو د خپلمنځي اړیکو اندازه لګول سمه چاره ده؟
که پر خواله رسنیو پر خپرو شویو عکسونو د خلکو کمنټونه وشنل شي، نو پته یې لګي چې ناروغ ذهنونه څه ډول فکر کوي؟
د ماهره خان له خوا د سګرټ څکولو یا د غرب سټایل کاليو اغوستلو انځورونه د پاکستان نوم ته څه تاوان لري؟
د هېوادونو عزت او دبدبه د ښځو د کالیو، خوراک او څښاک په بڼې پورې ولې غوټه کېږي؟
او رښتیا د عزت طوق ولې تل د ښځو په غاړه کې ګڼل کېږي؟
د ګول مال سیریز راتلونکې لړۍ 'ګول مال ریټرن' کې د کرینه کپور ځای پرینیتی چوپړا ته ور کړل شوی دی.
د ګومال ریټرن لنډهکي فیلم (ټرېلر) بازار ته وتلی، چې نامتو فیلم جوړوونکي روهیت شیټي جوړ کړی دی.
له دغه لنډهکي فیلمه معلومېږي چې فیلمډله یې د پخوا په پرتله نوې شوې ده. په ټرېلر کې د اجی دیوګن تر څنګ د کرینه پر ځای پرنیتي چوپړه او تبو لیدل کېږي.
تبو وايي، له مودو په یاد سیریز کې د لوبېدو لېواله وه خو چې کله ورته پکې د کار کولو وړاندیز شو، مخکې له دې چې متن یې وګوري، ور سره یې ومنله.
د هغې په خبره، باوري وه چې روهیت شیټي به وړ رول ورته ساتلی وي.
روهیت شیټي وايي، ډېر وخت یې د کیسې په موندلو لګولی، ځکه دی د ناسمې کیسې پر فیلمولو له لیدونکو سره دوکه نه کوي.
فیلمي لوبغاړی راج کومار راو وايي، ده او د 'نیوټن' فیلمډلې ته د جشن موکه ده، ځکه له یوې خوا یې راتلونکې اونۍ فیلم نندارې ته وړاندې کېږي او له بلې خوا به یې فیلم د هندوستان له رسمي چینلونو د اوسکار فیلمي جایزې ته ونومول شي.
'نیوټن' فیلم د هندوستان په 'چتیس ګړه' کې پر پېښېدونکو مسلو راڅرخي چې له اره یې توره کومیډي بللی شو.
د راج کومار د خوشالۍ یو راز دا ده چې په فیلم کې مرکزي رول ده پخپله لوبولی دی.