د یوناما مشره: امر‌بالمعروف قانون د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل کمزوری کړی

Kaubl

د عکس سرچینه، UNAMA

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د افغانستان په تړاو غونډې ته ویلي، چې د امر‌بالمعروف په نوم نوي قانون له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو حکومت تعامل کمزوری کړی دی.

د یوناما مشرې دا هم ویلي، چې د دوحې درېیمه ناسته کې د طالبانو حکومت د استازو ګډون له هغوی سره د معنی‌ لرونکو خبرو د یوه نوه څپرکي پیلېدو ته هیله‌منه کړې وه.

خو په وینا کې د طالبانو لخوا پر ښځو او مېرمنو د لګول شویو محدویتونو ډېرېدل د رښتینې تعامل پر وړاندې منفي سیاسي پیغام لېږدوي.

د غونډې ګډونوالو د امنیت شورا له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغان مېرمنو او ولسي وګړو دفاع لپاره ګامونه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دا ناسته تر ډېره پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو حکومت د امر‌بالمعروف قانون د اغېزو پر ارزونې ورټوله وه.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اتونبایوا یې ګډونوالو ته وویل، له طالبانو سره د واقعي ښکېلتیا برخه کې د دغه قانون سیاسي سېګنال منفي دی. دا داسې اشاره ده چې "موږ یې له پامه نه شو غورځولی."

هغې افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې د بشري وضعیت په تړاو هم څرګندونې لرلې.

نوموړې وویل، د طالبانو حکومت که څه په تېرو درېیو کلنو کې د اقتصاد، زېربناو او بهرنیو اړیکو په برخو کې مثبت ګامونه پورته کړي، خو په وینا یې افغانان له کړکېچ سره مخامخ دي او لوی لامل یې د بهرنیو مرستو کمښت دی.

اغلې اوتونبایوا وايي، د طالبانو چارسمبالي حکومت د داسې تګلارو په خپلولو سره د افغانستان اقتصادي پوتنشیل یا شونې وړتیا کمزوې او کړکېچ ډېر کړی، چې د دوی دغه سیاستونه د افغانانو په رښتینو اړتیاو نه دي ولاړ.

هغې د اړمنو افغانانو د لاسنوي برخه کې د نړیوالو د لېوالتیا کمېدو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل چې روان کال تر دې دمه د هغو مرستو یوازې ۳۰ سلنه ترلاسه شوې،‌ چې افغانستان ورته اړتیا لري.

د یوناما د مشرې په وینا درې میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو تر اوسه یوازې شاوخوا ۹۰۰ میلیون ډالر ترلاسه شوي دي.

هغې افغانستان کې امنیتي وضعیت ته په اشارې وویل، د طالبانو واکمنۍ کې ټینګ شوی امنیت په تېرو څو لسیزو کې دغه هېواد کې بې ساری دی او دا چې "دې له لسیزو جګړو سره تړلې تر ټولو ناوړه سرغړونې پای ته رسولې او د یوې مثبتې سولې لپاره یې فرصت" رامنځته کړی دی.

اغلې اوتونبایوا زیاته کړه، د اقتصاد، زیربنا او بهرنیو اړیکو په برخو کې یو شمېر مثبت ګامونه اخیستل شوي چې له دغه فرصته ګټه پورته او د جګړې ډېرو منفي میراثونو ته حل ولټول شي. خو "زه ډېریدونکې اندیښنې لرم چې دا فرصت لګیا دی له لاسه وځي".‌

UN

د عکس سرچینه، UN News

د ملګرو ملتونو د ښځو د چارې مشرې 'سیما سامي بحوث' د غونډې ګډونوالو ته افغانستان کې پر ښځو د لګېدلو محدویتونو په تړاو وویل، د دغو بندیزونو او محدودیتونو له کبله افغانستان هر کال د خپلو خالصو تولیداتو ۵ سلنه له لاسه ورکوي.

د امنیت شورا د دې ناستې ډېرو ګډونوالو د طالبانو پر حکومت غږ کاوه چې لګولي محدودیتونه لېرې او له نړیوالې ټولنې سره تعامل یا راشه درشه پیاوړې کړي.