د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي "داعش خراسان ډله" د اروپا لپاره "تر ټولو ستر بهرنی ترهګریز خطر" بللی

له ترهګرۍ سره د مبارزې چارو کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال خبرداری ورکړی، چې افغانستان کې د داعش څانګه د اروپا لپاره ت"ر ټولو لوی بهرنی خطر دی"، ځکه په وینا یې دا ډله د پیاوړي کېدو په حال کې ده.

له ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف وايي: "داعش خراسان څانګې په تېرو شپږو میاشتو کې خپلې مالي او لوژستیکې برخې پیاوړې کړې دي او په دې کې یې د افغانستان او مرکزي اسیا له دیاسپورا (د کډوالو ټولنې) هم ګټه پورته کړې."

د داعش خراسان څانګې نوم افغانستان کې د هغې ډلې وسله والو لپاره یادېږي، چې د اسلامي دولت ولایت خراسان په نامه پېژندل کېږي.

د یادونې ده، چې دې ډلې په تېره مارچ میاشت کې د روسیې پلازمېنې مسکو په یوه موسیقۍ تالار کې د برید مسوولیت منلی و، چې ۱۴۵ کسان پکې وژل شوي وو.

بل لور په اتریش کې تېره چارشنبه چارواکو د داعش اړوند مشکوک کسان د سندرغاړې ټیلر سویفټ پر کنسرت د برید پلان په تور ونیول، خو تر اوسه د دې توطئې او په افغانستان کې د داعش څانګې تر منځ د تړاو په هکله هېڅ نه دي ویل شوي.

ښاغلي ورونکوف وویل، په بهر کې د داعش خراسان ډلې بریدونه ''مشخص شوي'' او په خبره یې دې ډلې د نورو وسله والو د جذب لپاره هم هلې، ځلې زیاتې کړې دي.

د یادونې ده چې تېره میاشت د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش پر همدې موضوع یوه رپوټ کې اشارتاً ویلي و، چې چارواکي په پاریس کې د اولمپیک لوبو په ترڅ کې د احتمالي بریدونو مخنیوي لپاره د تیارسئ په حال کې دي.

د ښاغلي ګوتېرش په رپوټ کې لیکل شوي وو: "له ټولو غړو هېوادونو غواړم چې د ترهګریزو فعالیتونو پر مرکز د افغانستان بدلېدو مخنیوي لپاره چې پر ټولو هېوادونو اغېز کوي، همکاري وکړي."

ښاغلي ورونکو بیا په منځني ختیځ کې د داعش اصلي اډانې د بیا راپورته کېدو او د افریقا د ترینګلي وضعیت په هکله هم خبرداری ورکړی، چې اسلامي دولت نومې ډلې په لوېدیځه افریقا او د داعش ساحلي ډلې ''د عملیاتو سیمه پراخه کړې ده.''

نوموړی زیاتوي: "که دغه ډلې خپل نفوذ زیات کړي... له مالي تر شمالي نایجریا پورې به یوه داسې پراخه ساحه ومومي، چې د دوی تر کنټرول او اغېز لاندې به وي."

افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت ویلي، له داعش خراسان ډلې سره یې په ټول شدت مبارزه کړې.

طالبان ادعا کوي، چې دا ډله یې په افغانستان کې سخته ځپلې ده.

د موسیقۍ پر کنسرت د احتمالي برید پلان

اتریشي چارواکي وايي، یو ۱۹ کلن ځوان یې نیولی چې د سندرغاړې ټیلر سویفټ د موسیقۍ په کنسرت کې یې د ځانمرګي برید له لارې د (ګڼ شمېر کسانو) وژلو پلان درلود.

ځايي چارواکي وايي، دې ځوان چې مخکې یې له اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) سره بیعت کړی، اعتراف کړی دی، چې غوښتل یې د باروتو چاودنې او چړې په وسیله برید وکړي.

دی له دریو مشکوکو کسانو یو دی، چې پر سې شنبه ونیول شو. څلورم کس بیا اتلس کلن دی او د اصلي مشکوک کس له ملګرو یو دی، چې پر پنجشنبه نیول شوی.

د اتریش کورنیو چارو وزیر ګرهارد کارنر وايي، په ویانا کې د ټیلر سویفټ پر کنسرت د احتمالي برید پلان په تړاو نن یو بل کس نیول شوی دی. د نوموړي په وینا پر پنجشنبه یو اتلس کلن ځوان نیول شوی. دی زیاتوي دغه کس چې ګومان کېږي د اګست پر شپږمه یې له داعش سره د وفا لوړه کړې، د اصلي مشکوک کس چې ۱۹ کلن اتریشی دی، ملګری دی. ښاغلی کارنر وايي، اصلي کس او یو بل ۱۷ کلن چې د چهارشنبې پر ورځ نیول شوي وو په توقیف کې دي.