د روسیې-اذربایجان ترینګلتیا: که روسیه فشارونو وساتي، څه به پېښ شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کونول خلیلوا
- دنده, بي بي سي اذري
د روسیې او اذربایجان ترمنځ په تېر کې داسې څه نه دي رامنځ ته شوي چې جدي اختلاف دې وګڼل شي.
په دې وروستیو کې د اذربایجان جمهوریت د مسکو له ځېنو حرکتونو خوښ نه دی. دا ناخوښي تر دې کچې ده چې پخوا یې ساری نه و لیدل شوی.
داسې ښکاري چې روسیې پر اذربایجان د فشار راوړولو تر ټولو مهم ټکی پیدا کړی او په نښه کړی دی، هغه دا چې د دغه هېواد یوه برخه وګړي د اقتصادي ستونزو د حلولو لپاره روسیې ته کډوال شوي دي او هلته کار کوي.
شته وضعیت، په روسیه کې د اذربایجان سلګونه زره اوسیدونکي اندېښمن کړي دي ځکه دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د کړکېچ د نوي پړاو پیل بلل کېږي.
خو که روسیه هلته پر مېشتو اذربایجاني وګړو فشار وساتي نو څه به وشي؟ شپږ مسلې پیښېدلی شي.
۱. د روسیې-اذاربایجان سیاسي اړېکې زیانمنیدلی شي
د روسیې په یکاترینبورګ ښار کې د اذربایجانیانو پر ضد د پولیسو عملیاتو کې دوه کسان ووژل شول او څو نور یې ونیول. په همدې اړه د باکو غبرګون ډېر تند و او له روسیې ته یې کلتوري او رسمي سفرونه وځنډول.
همدې ته په غبرګون، په اذربایجان کې هم تر لسو پورې روسي وګړي ونیول شول
که روسیه همدې فشارونو ته دوام ورکړي، کیدای شي اذربایجان ترې خپل دیپلوماټان ور وغواړي او روسیه به هم ورته عمل کوي.
که د دواړو هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ دوامداره شي، له امله به یې هغه ملکیان ډېر وځپل شي چې په روسیه کې ژوند کوي او یا هم له روسیې سره کاروبار لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲. د سوداګرۍ پرېکون
د دواړو هېوادونو ترمنځ په پریمانه کچه د کرنېزو محصلاتو صادرات او واردات کېږي. په ځانګړي ډول د میوې او سبزیو. نن سبا روسیه د اذربایجان دوهم ستر سوداګریز شریک ګڼل کېږي.
خو له بلې خوا د روسیې اصلي سوداګریز شریکان، چین، ترکیا، بلاروس او ځېنې نور هېوادونه دي.
که د دواړو هېوادونو ترمنځ شته اړېکې سړې شي، ښايي دغه خنډونه ورسره زیات شي:
په ګمرکونو کې د اوږدې مودې لپاره د صادراتي محمولو بند پاتې کېدل
د صادروونکو محصلاتو ډېره او کلکه پلټنه
د جوازونو او ونډو په برخو کې ستونزې
دغه حالتونه د اذربایجان د کرنې سکتور ته نېغ، په نېغه زیان رسوي.
له سوداګرۍ ورهاخوا په روسیه کې د شته اذربایجانیانو ټولنیز او حقوقي ژوند هم اغېزمنېدلی شي.
خو د روسیې لپاره د رومي بنجانو او نورو کرنېزو محصلاتو نشتوالی دومره زیان نه شي اړولی. ځکه روسیه همدا توکي له نورو ګاونډیانو هم واریدولی شي.
د اذاربایجان لپاره د روسیې مارکېټ بیخي زیات اهمیت لري، ځکه دغه هېواد اروپايي بازارنو ته د محصلاتو د صادرولو لارې نه لري.
۳. له روسیې په زوره د اذاربایجانیانو شړل
کړکېچ په روسیه کې یوازې د دغو کډوالو د ژوند په سختېدو نه خلاصیږي، بلکې کیدلی شي په ستره کچه دغه کډوال بېرته خپل هېواد ته وشړل شي.
د اذاربایجان حکومت ځمکنۍ پولې تړلې دي نو د خپلو وګړو لپاره د بېرته تګ لاره یې یو څه سختېږي او ټول وګړي به یې د هوا له لارې ستنېږي.
کله چې له روسیې په دومره کچه خلک اذربایجان ته ستنېږي نو پر خپل حکومت یو څه اقتصادي فشار هم زیاتیږي ځکه دوی په زیاته کچه پیسې خپل هېواد ته لېږي.
۴. د روسیې په اړه د اذربایجان خلکو کرکه زیاتېږي
څلورم: د روسیې په اړه د اذربایجان خلکو کرکه زیاتېږي
ان هغه روسي ښوونځي چې د اذاربایجان په مالي ملاتړ چلېږي، که خپل فعالیت ته دوام ورکړي، بیا هم د روسیې په اړه د خلکو په فکرونو کې لوی بدلون رامنځته کېدلی شي.
که د دولت تر کنټرول لاندې رسنۍ د روسیې ضد تبلیغات پیل کړي، دا کولی شي د روسیې او د روسي وګړو پر وړاندې منفي لیدوری لا پسې پراخ کړي.
په اذاربایجان کې د اوسیدونکو روسي وګړو شمېر د پخواني شوروي اتحاد پرتله څرګند کم شوی دی. د ۲۰۱۹ رسمي شمېرې ښيي چې تر همدې کاله پورې په دې هېواد کې له ۷۰زرو زیات روسیان اوسیدل خو د شوروي اتحاد له ړنګیدو مخکې دا شمېر نږدې نیم میلیون و.
په وروستیو کلونو کې د روسیې پر ضد لګول شویو بندزونو له امله، ډېرو روسيو وګړو اذاربایجان د 'ترانزېټ لارې' په توګه کاروه، تر څو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.
د کړکېچونو زیاتوالی کولی شي، دا هم یقیني کړي چې روسي ګرځندویان هم نور د باکو له لارې هوايي سفرونه وکړی شي.
۵. په روسیه کې د کورنیو شخړو شونتیا
په اذربایجان کې د روسضد احساساتو زیاتوالی ښایي، په روسیه کې د 'غچ اخيستونکو غبرګونونو' په شکل را دبره شي.
اذربایجان ښایي، یوازې د پوليسو له لورې نه، بلکې د عامو خلکو له بریدونو سره هم مخامخ شي، که دا ډول بریدونه پراخ شي، ښايي نور خلک هم په کې ښکېل شي. د دې هر څه پایلې به یوازې د اذاربایجان جمهوریت او خلکو پورې تړلي پاتې نه شي. نو په داسې حالت کې قهرېدلې ډلې ښایي اذربایجانیان، له ارمانیانو او ازبکو بېل نه کړای شي. دا چاره به د قفقاز او منځنۍ اسیا نور کډوال هم د تاوتریخوالي هدف وګرځوي نو له یوې مخې ټول بهرني کارکوونکي په نښه کېدلی شي.
دا کیسه د میلیونونو غیر روسي قومونو لپاره چې په روسیه کې مېشت دي، د په لوی لاس جوړ او سیستماتیک تاوترېخوالي د خطر سبب کېدلی شي.
داسې اټکل کېږي چې قومي شخړې به یوازې په اذربایجان پورې محدودې پاتې نه شي. ښايي د سیمې نورو هېوادنو، ارمنستان، ګرجستان، ازبکستان، تاجکستان او د قرغزستان وګړي هم له ګواښ سره مخامخ شي.
په پایله کې، د روسیې داخلي ګډوډۍ کولای شي، د پخواني شوري د سیمې په کچه پراخ بحران رامنځته کړي.
۶. لوېدیځ ته لا ډېر نږدې کېدل
دغه سناریو ته باید د پوښتنې په ډول وکتل شي، ځکه دا وړاندوینه چې اذاربایجان به له غرب سره تر اوسنۍ کچې هم زیات نږدې شي، دومره اسانه نه ده.
په دغه هېواد کې روان بشري خراب وضعیت تر اوسه د باکو او اروپايي ټولنې په اړېکو کې تغیر نه دی راوستلی.
ځکه غرب غواړي، د روسیې پر غازو تکیه کمه کړي او له همدې امله د اذربایجان د انرژۍ سرچېنو ته اړتیا لري.
که تاوتریخوالی ډېریږي، ښايي اذربایجان د انرژۍ له هغو پروژو ځان ګوښی کړي چې روسیې ته ستراتیژیک ارزښت لري.
خو اروپا ته ډېر نږدې کېدل او یا هم د اروپايي ټولنې غړیتوب اخیستل، د باکو په اجنډا کې نه شته.
یادونه: دا یوازې احتمالي سناریوګانې دي چې د کړکېچ په زیاتېدو رامنځته کېدلی شي.











