د پاکستان نوی قاضي القضات 'یحیی افریدی' څومره پېژنئ؟

د عکس سرچینه، SCP
- Author, شهزاده ملک
- دنده, خبریال
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه د قاضي 'يحيی افريدي' د ګومارل کېدو منظوري ورکړې ده.
چهارشنبه د پاکستان د ولسمشر دفتر له خوا خپره شوې یوې خبرپاڼه کې راغلي، چې قاضي يحيى افريدی د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له ۲۶مې د درېيو کلونو لپاره د قاضي القضات په توګه ټاکل شوی دی .
د یادونې ده، چې قاضي القضات ټاکلو لپاره د پارلمان ځانګړې کمېټې د سېشنبې پر ورځ قاضي یحیی افریدی، چې ستره محکمه کې پر درېیمه لوړه څوکۍ کار کوي، د نوي قاضي القضات په توګه وړاندیز کړی و.
د پاکستان اوسنی قاضي القضات 'فایز عیسی' د اکتوبر پر ۲۵مه تقاعدېږي.
پارلمان کې د نوي قاضي القضات نوماندۍ لپاره د جوړې شوې کمېټې د سېشنبې ورځې په غونډه کې د پاکستان تحریک انصاف او د سني اتحاد شورا غړو ګډون نه و کړی.
د پاکستان د عدلیې وزارت منشي په دې غونډه کې د قاضي القضات څوکۍ ته د سترې محکمې د درېیو مشرو قاضیانو، قاضي منصور علي شاه، قاضي منیب اختر او قاضي یحيي افریدي، نومونه وړاندې کړل.
کمېټې د تړلو دروازو تر شا غونډه کې تر اوږدو بحثونو وروسته د یحیی افریدي پر نوم هوکړه وکړه.
د اساسي قانون د تعدیل شوې ۲۶مې مادې پر بنسټ د ځانګړې پارلماني کمېټې له خوا د غوره شوي کس نوم او وړاندیزپاڼه لومړی لومړي وزیر شهباز شریف ته واستول شوه او هغه د منظورۍ لپاره د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته واستوله.
قاضي القضات یحیی افریدی څوک دی؟

د عکس سرچینه، Reuters
قاضي يحيى افريدی د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعيل خان اصلي اوسېدونکی دی.
هغه خپلې لومړنۍ زدکړې د لاهور په ایچیسن کالج کې کړې او وروسته یې د لاهور په حکومتي کالج کې لیسانس او ورپسې د پنجاب پوهنتون څخه په اقتصاد کې ماستري کړې.
هغه د قانون زدکړې د بریتانیا په کېمبرج پوهنتون کې کړې دي.
افريدي په ۱۹۹۰ کال عالي محکمه کې د وکيل په توگه دنده پیل او په ۲۰۰۴ کال کې ستره محکمه کې وکیل شو.
هغه په دې مهال د خیبرپښتونخوا د وکیلانو ټولنې مرستیال په توګه هم کار کاوه.
په ۲۰۱۲ کال کې قاضي افریدی د پېښور عالي محکمې خپلواک قاضي په توګه وټاکل شو او د دغه ایالت په لوړه محکمه کې تر څلور کلن خدمت وروسته د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر پر ۳۰مه د پېښور د عالي محکمې مشر قاضي وټاکل شو.
د پېښور په لوړه محکمه کې د شپږو کالو له تېرولو وروسته د ۲۰۱۸ کال د جون پر ۲۸ مه د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شو.
قاضي يحيى افريدی اوس ۵۹ کاله دى، په دې مانا چې هغه به د قاضي القضات په توګه د خپلې درې کلنې دورې له پوره کولو سره تقاعد لپاره له ټاکل شوي عمر درې کاله مخکې تقاعدېږي.
د دې لامل د ۲۶مې مادې تعدیل دی چې په کې راغلي قاضي القضات به د درېیو کلونو لپاره ټاکل کېږي او د خپلې دورې له پوره کولو سره متقاعدېږي، ان که د هغه عمر د تقاعد ۶۵ کلنې ته هم نه وي رسېدلی.
د پاکستان د وکیلانو شورا پخوانی مرستیال امجد شاه وايي، چې قاضي یحیی افریدی ډېره ښه مسلکي مخینه لري، ځکه نوموړی د لوړې محکمې مشر قاضي پاتې شوی او په اداري چارو کې هم تجربه لري.
نوموړي له بيبيسي سره په خبرو کې وویل، چې قاضي یحیی افریدي داسې ګڼې پرېکړې کړې، چې د وکیلانو ټولنه کې ورته ډېر درناوی کېږي.
د یادونې ده چې دا د پاکستان په تاریخ کې لومړي ځل دی د دغه هېواد د سترې محکمې مشرۍ یو تن د پارلماني کمېټې له خوا وړاندیزېږي.

د عکس سرچینه، National Assembly
تر دې مخکې به د سترې محکمې جوړښت کې تر ټولو لوړ مقام لرونکی قاضي د نوي قاضي القضات په توګه ټاکل کېده.
د اساسي قانون د ٢٦مې مادې د تعدیل له منظوري وروسته ډاګیزه شوه چې د سترې محکمې د مشر قاضي ټاکلو لپاره پارلماني کمېټې کې باید د حکومت او اپوزيسيون دواړو استازي شامل وي.
تر دغه تعدیل مخکې هم د اساسي قانون د ۱۷۵ مادې له مخې د قاضيانو ټاکلو لپاره د جوړه شوې پارلماني کمېټې مشري د دفاع وزیر خواجه اصف کوله.
د پارلمان په ۱۲ کسيزه ځانګړې کمېټې کې د پاکستان مسلم ليک نواز استازیتوب خواجه محمد اصف، احسن اقبال، اعظم نذير تارړ او شایستہ پرويز ملک کاوه. له مسلم لیګ (ن) سره په واکمن اېتلافي حکومت کې د شامل پاکستان پېپلز ګوند له خوا پکې راجه پرويز اشرف، سيد نويد قمر او فاروق اېچ نایيک برخه لرله.
پر دې سربېره دې کمېټه کې د جميعت علمای اسلام له ګونده کامران مرتضیی، له متحدو قومي غورځنګه رانا انصار، د پاکستان تحريک انصاف ګوند ګوهر علي خان او علي ظفر او له سني اتحاد شورا حامد رضا شامل وو.
تحريک انصاف که څه هم دې کميټې لپاره خپل استازي نومولي وو، خو ګوهر علي خان د قاضي القضات د ټاکلو او له پارلماني کمیټې سره پرېکون اعلان کړ.
د وکیلانو غبرګون

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان کې د وکیلانو بېلابېلو شوراګانو د قاضي القضات په توګه د قاضي یحیی افریدي ټاکل ستایلي، خو یو شمېر وکیلانو بیا د حکومت دا ګام غندلی چې بنسټیز اصول یې له پامه غورځولي دي.
په سند، لاهور، خیبر پښتونخوا، بهاولپور او اسلام اباد کې د وکیلانو ټولنو د قاضي القضات په توګه د قاضي يحيى افريدي د ټاکلو هرکلى کړى.
خو هممهاله له تحريک انصاف سره تړلي وکيل حامد خان بیا هيله څرګنده کړې، چې يحيى افريدی به د قاضي القضات په توګه د نوموړي ټاکنه ونه مني.
حامد خان د پاکستان خصوصي تلویزیوني شبکې جيو نيوز سره خبرو کې ويلي، "زه هيله لرم چې هغه به دا ونه مني او له خپل مشر قاضي سره به ظلم نه کوي."
حامد خان وويل، چې ته به پر خپل وار سره قاضي شې، "ته په درېیم نمبر یې، له تا مخکې منیب اختر دی او ته به له هغه روسته قاضي القضات کېږي. "
بله خوا حامد خان ادعا کړې، چې وکيلان به پر دې ګومارنې اعتراض وکړي.
نوموړي وويل، چې وکيلانو تل پر دې اصولو اتفاق کړى، چې د سترې محکمې تر ټولو جګپوړی قاضي باید قاضي القضات شي.
حامد خان په دې باور دی، چې د قاضي القضات د نومولو لپاره کميټه بايد سياسي نه وي.
بله خوا د پاکستان بېلابېلو ادارو د قاضي القضات یحيی افریدي د ګومارنې هر کلی کړی دی.
د سند د عالي محکمې له خوا خپور شوي يو بيان کې ویل شوي، چې د قاضي يحيي افريدي تقرر به قضايي قوې او ملت دواړو ته ګټه ورسوي ځکه چې د نوموړي قانوني پوهه مهمو مقامونو لپاره هیله بخښوونکې ده.
خیبر پښتونخوا کې د وکیلانو پېښور شورا د مشر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د پاکستان په تاريخ کې لومړی ځل له خیبر پښتونخوا يو قاضي اوږدې مودې لپاره د سترې محکمې د مشر قاضي په توګه ټاکل کېږي.
هغه هیله څرګنده کړې، چې قاضي یحیی افریدي به د قانون په ساتلو، د اساسي قانون په پلي کولو، عدالت غوښتنې ته وده ورکولو او د قضایه قوې د وقار په لوړول کې ښه رول ولوبوي.











