په اسټرالیا کې د یهودانو پر مراسمو د برید جزییات

د عکس سرچینه، Supplied
د اسټرالیا برید په تړاو نوي خپاره شوي اسناد ښيي، هغه وسله وال چې ادعا کېږي تېره اوونۍ یې په بونډای ساحل کې د یهودانو په یوه جشن کې برید کړی و، د برید په پیل کې یې څلور په لاس جوړ شوي بمونه کارولي چې یو هم نه دی چاودلی. په دې د "ټینس توپ بم" هم شامل و.
۲۴ کلن نوید اکرم د دسمبر پر ۱۴مه د حنوکا په جشن کې د برید په تړاو د ۱۵ وژنو په ګډون په لسګونو جرمونو تورن شوی دی. اکرم چې د برید پر مهال پولیسو په ډزو ووېشت، د دوشنبې پر ورځ له روغتونه ایستل شوی او زندان ته ولېږدول شو.
بل تورن وسله وال د هغه پلار ساجد اکرم و، چې د پېښې په ځای کې په ډزو ووژل شو.
د پولیسو د اسنادو له مخې، دې زوی او پلار په اکتوبر میاشت کې یوه ویډیو ثبت کړې وه، چې پکې دوی د اسلامي دولت نومې ډلې بیرغ مخې ته ناست دي.
پولیسو ادعا وکړه چې اکرم "تر څو میاشتو پورې په دقت سره دا ترهګریز برید پلان کړی و". د نوید په تیلیفون کې موندل شوې ویډیوګانې ښیي چې پلار او زوی د "تاوتریخجنې سخت دریځۍ ایډیالوژۍ" له مخې هڅول شوي، چې په اسلامي دولت نومې ډلې سره تړاو لري.

د عکس سرچینه، Reuters
په دې کې هغه ویډیو هم شامله ده چې پکې دغه دواړه کسان د اسلامي دولت نومې ډلې بیرغ ته ناست دي او د بونډای برید لپاره د دوی توضیحات بیانوي او "د 'صهیونیستانو' کړنې غندي". پولیسو ادعا وکړه چې نوید په ویډیو کې د قران کریم یوه برخه هم تلاوت کوي.
د یوې بلې ویډیو په هکله ادعا کېږي، چې دوی دواړه پکې اکتوبر میاشت کې د نیو ساوت ویلز په یوه کلیوالي سیمه کې د وسلو روزنې په حال کې لیدل کېږي.
پولیس ادعا کوي چې "په ټوله ویډیو کې تورن او د هغه پلار لیدل کېږي چې د ټوپکونو ډزې کوي او په تاکتیکي ډول حرکتونه کوي."

د عکس سرچینه، Supplied
پولیسو وویل چې د سي سي ټي وي فوتیج ښيي چې دغه جوړه د برید څخه څو ساعته مخکې د سیډني په کمپسي ښارګوټي کې له خپل کرایه شوي استوګنځي څخه وتلې وه، او "په کمپلو کې پوښل شوي لوی توکي" یې لیږدول.
تېره اوونۍ له بریده د ژوندي پاتې شویو کسانو د هویت پټ ساتلو لپاره یو لنډمهاله حکم صادر شو.
دا حکم د دوشنبې پر ورځ د نیو ساوت ویلز سیمې محکمې ته د رسنیو له غوښتنو وروسته لغوه شو، خو د ډېری ژوندي پاتې شویو کسانو نومونه نه دي خپاره شوي.
د یکشنبې پر ورځ، اسټرالیا کې دغه برید کې د وژل شویو ۱۵ کسانو په یاد د یوې دقیقې لپاره چوپتیا غوره شوه، زرګونه کسان د بونډای ساحل کې راټول شول، درناوی یې وړاندې کړ او شمعې یې بلې کړې.
له پېښې وروسته د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د دغه هېواد د یهودانو له ټولنې بخښنه وغوښته.
په همدې ترڅ کې نوموړی د پېښې قربانیانو په یادغونډه کې د ګډونوالو له منفي غبرګون سره مخامخ شو.











